د امریکا متحده ایالتونو د تکساس په ایالت کې په کلیسا خونړی برید وشو.
په امریکا کې په کلیسا د برید له امله د مړو شمیره لوړه شوه
د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس په ایالت کې په کلیسا خونړی برید وشو.
په تکزاس په کلیسا د خونړي برید له امله د مړو شمیره ۲۷ تنو ته لوړه شوه.
پدې پیښه کې ګڼ شمیر کسان ټپیان شوي دي. عیني شاهدانو ویلي دي چې د برید پرمهال په کلیسا کې تر ۵۰ ډیرو کسانو شتون درلود.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې یو تن وسله وال په کلیسا برید وکړ. برید د سودرلنډ سپیرینګ په سیمه کې شوی دی . عیني شاهدانو په وینا برید کوونکی کلیسا ته د ننوتو سره سم يي په شاوخوا ډرې پیل کړې.
د امریکا د ان بي سي تلویزیون د خبر له مخې په پيښه کې د مړو شمیره ۲۷ تنو ته لوړه شوه.
د پیښې ټپیان په امبولانس چورلکو کې روغتونونو ته انتقال شول. پداسې حال کې چې د برید لامل معلوم ندی برید کوونکو د پولیسو لخوا وژل شوی دی.
د برید کوونکی هویت هم معلوم شو. برید د ۲۶ کلن دیوین پارتریک کیلي لخوا شوی دی. ویل کیږي برید کوونکی د یو ماشوم پلار دی او د یو څه مودې لپاره د امریکا په پوځ کې هم دنده ترلاسه کړې ده.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې برید کوونکي د برید پر مهال ضد د مرمۍ واسکټ هم په تن وو.
پدې برید کې یو ۲ کلن، یو ۴ کلن ، یو ۶ کلن درې تنو ماشومانو او د کلیسا د راهب ۱۴ کلنې لور هم ژوند د لاسه ورکړی دی . ویل کیږي د برید کوونکي کورنۍ هم په همدې سیمه کې ژوند کوي.
د ترکیې په امریکا کې په کلیسا دا خونړی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي
« په ډیرې خواشینۍ سره مو د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس په ایالت کې په کلیسا د برید خبر چې په لسګونو تنو ته پکې مرګ ژوبله اړول شوې ده ترلاسه کړ. ترکیه دا برید په کلکو ټکو غندي. په پیښه کې د وژل شوو کسانو کورنیو او د امریکا ملت او دولت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو او خواخوږي ورسره کوو. »