د ټرامپ د ټاکنیز کمپاین مشر اف بي ای ته ځان تسلیم کړ
د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرامپ د ټاکنیز کمپاین مشر پاول مانافورت د فدرالي تحقیقاتو ادارې اف بي ای ته ځان تسلیم کړ.
د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرامپ د ټاکنیز کمپاین مشر پاول مانافورت د فدرالي تحقیقاتو ادارې اف بي ای ته ځان تسلیم کړ.
مانافورت چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روسیې سره د اړیکو په درلودو تورن دی د اف بي ای لخوا يي نیولو امر شوی وو چې پخپله یادې شوې ادارې ته تسلیم شو.
د بله پلوه د امریکا وال ستریت ژورنال ویلي دي چې مانافورت د روسیې سره د اړیکو سربیره د مالیې د پټولو په ګډون په یو زیات شمیر جرمونو تورن شو دی.
د ویلو ده چې مانافورت د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال د روسیې سره د اړیکو درلودو د دوسیې په برخه کې د مشرانو جرګې عدلي کمیسیون ته رابلل شوی وو چې هغه ورته د تګ نه ډډه کړې وه.
ددینه وروسته د امریکا د مشرانو جرګې د عدلي کمیټې ریس جک ګراسلي او د کمیټې د غړیو نه ډیموکراټ سناتور دانیافاینیستین ویلي وو چې مانافورت عدلي کمیټې ته د تګ نه ډډه کوي.
د امریکا د فدرال څیړونو ادارې اف بي ای مانافورت ته د تسلیم شه خبرداری ورکړ.
د امریکا د فدرال څیړونو ادارې د روان کال د اګست په میاشت کې په ویرجینیا ایالت کې د مانافورت په کور چاپه اچولې وه خو هغه يي پیدا کړی نه وو.
مانافورت تیره ورځ په واشنګټن کې د اف بي ای دفتر ته ځان تسلیم کړ.