افغانستان او سوریه په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو بدترین هیوادونه دي. څیړنه

افغانستان او سوریه د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو بدترین  او آیسلنډ او ناروې بیا  تر ټولو د  ښو   هیوادونو  په توګه ټاکل شوي دي.

835350
افغانستان او سوریه په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو بدترین هیوادونه دي. څیړنه

افغانستان او سوریه د ښځو لپاره د ژوند د اسانتیاوو په برخه کې په نړۍ کې تر ټولو بدترین  او آیسلنډ او ناروې بیا  تر ټولو د  ښو   هیوادونو  په توګه ټاکل شوي دي.

د ناروې د سولې د تحقیقاتو او  امریکا متحده ایالتونو د ښځو د سولې او امنیت د  جورج ټاون  انیستیتیوتونو  په ترسره کړې  څیړنه کې په نړۍ کې د ښځو لپاره د ژوند  د ارامۍ  او اسانتیاوو  په برخه کې  تر ټولو  د ښو او خرابو هیوادونو یو لست  جوړ کړی دی.

همداشان  یادو شوو انیستیتیوتونو ویلي دي چې  ښځې په هیوادونو کې  د سولې او امنیت لپاره کلیدي  رول  لري.

یادو شوو  انیستیتیوتونو  د ښځو لپاره د ښه ژوند  او ښو اسانتیاوو په خاطر  د نړۍ ۱۵۳ هیوادونه د یو بل سره مقایسه کړي دي . پدې څیړنه کې  د ښځو  زده کړه، کار، تبعیض، حقوق، کورنی امنیت، ټولنیز چلند  او  قوانین  مقایسه شوي دي.

امریکا  متحده ایالتونه  د ښځو او نارینو لپاره  د مساوي تنخوا  د ورکولو په برخه کې د قانون د نه لرولو او ښځو ته  د ولادت په مهال  د رخصتۍ د نه درلودو  له امله  پدې لست کې په ۲۲ کتار کې ځای نیولی دی.

همداشان په لست کې  ایران  د ټولو  محدودیتونو  او بندیزونو سره سره د ښځو لپاره د ښه خدماتو، زده کړو په برخه کې د اسانتیاوو  او زیات شمیر نورو برخو کې د سیمې او نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو نه په ښه وضعیت کې قرار لري.

همداشان پدې لست کې  افغانستان او سوریه په نړۍ کې  د ښځو لپاره په هر برخه کې تر ټولو  د بدترین هیوادونو په توګه ټاکل شوي دي.

ناروې او آیسلنډ بیا  د ښځو لپاره په هره برخه کې په نړۍ کې تر ټولو  د ښو هیوادونو په توګه  په لومړني کتار کې ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه