امریکا بهرنیو چارو وزیر: د میانمار عسکري چارواکي د مسلمانانو د وژنو مسئولین دي
ټیلرسن: نړۍ په روهینګیا مسلمانانو په روانو ظلمونو سترګې پټولی نشي
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن وویل چې نړۍ د روهینګیا پر مسلمانانو په روانو ظلمونو او وحشت سترګې پټولی نشي.
هغه وویل چې نن ورځ نړۍ په اراکان کې پر مسلمانانو د روانو ظلمونو شاهدي کوي.
هغه زیاته کړه چې ددې ټولو ظلمونو مسئولیت د میانمار د جګپوړو عسکري چارواکيو په غاړه دی.
ټیلرسن دا څرګندونې د امریکا د نړۍوال کار ستراتیژیک مرکز کې د امریکا او هندوستان د اړیکو په اړه په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
هغه وویل چې په اراکان کې د روانو ظلمونو له امله ډیر زیات خواشینی دی او اندیښنه لري.
هغه وویل چې مونږ په میانمار کې د ټولو وحشتونو او ظلمونو مسئولیت د نوموړي هیواد په جګپوړو عسکري چارواکیو اچوو. یواځني مسئولین همدی دي.
هغه زیاته کړه دا د میانمار د چکپوړو عسکري چارواکیو کار دی چې په راتلوونکې کې څه ډول میانمار غواړي. یو ډیموکراټ ازاد او که استبدادي. مونږ میانمار ته د یو ډیموکراټ او پرمختګ په حال کې د هیواد په سترګه ګورو.
ټیلرسن وویل چې د میانمار پوځ د وسله والو ترهګرو او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په بهانه په سلګونو او زرګونو تنه ملکي وګړي په قتل رسولي دي.
د یادولو وړ ده چې په اراکان کې د روان کال د اګست د ۲۵ مې نیټې نه راپدیخوا پوځ او بودیستانو په زرګونو تنه ملکي وګړي وژلي . د میانمار حکومت سیمې ته ننوتو ته اجازه نه ورکوي چې د همدې امله د مړو دقیقه شمیره معلومه نده.
د ویلو ده چې د میانمار پوځ په وروستي برید کې د روهینګیا د مسلمانانو ۳۰۰ کلي وران کړل.
د یادولو وړ ده چې په میانمار کې د ۱۹۷۰ کلونو راهیسې په سیستماتیکه توګه د مسلمانانو د شړولو په خاطر فعالیتونه دوام لري. په نوموړي هیواد کې ۲ میلیونه مسلمانان شتون لري چې ۸۴ سنله يي ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوي دي.