روسیې  د ایران په مسله کې  یو ځل بیا  د امریکا په مقابل کې سخت غبرګون څرګند کړ.

د امریکا پر خلاف د روسیې غبرګون !

824523
روسیې  د ایران په مسله کې  یو ځل بیا  د امریکا په مقابل کې سخت غبرګون څرګند کړ.

روسیې  د ایران په مسله کې  یو ځل بیا  د امریکا په مقابل کې سخت غبرګون څرګند کړ.

روسیې  د امریکا لخوا  د ایران د انقلاب ساتوونکو ځواکونو نوم د ترهګرو په لست کې د شاملولو د پلان په اړه سخت غبرګون وښود.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي  ضمیر کابلوف وویل ، د امریکا لخوا د ایران  د انقلاب ساتوونکو ځواکونو نوم د ترهګرو په لست کې د شاملولو د پلان سره  سخت مخالفت کوو  او خبره زمونږ لپاره د منلو وړ نده.

هغه وویل چې  روسیه  ددې مسلې سره  سخت مخالفت کوي او د ایران انقلاب ساتوونکو ځواکونو ته هیڅوخت د ترهګرو په سترګه نه ګوري.

کابلوف وویل ، امریکا دا ټول  ګامونه  د ایران سره  د لاسلیک کړي اټومي  تړون  د ماتولو  په خاطر کوي. هغه خبرداری ورکړ چې  د امریکا لخوا د داسې  کوم  ګام  د اوچتیدو  سره  به دا مسله  په سیمې  او سوریې هم  ډیرې بدې اغیزې وکړي.

داسې  ګونګوسې  شتون لري چې ګواکې  د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر ټرامپ  غواړي چې د روانې اوونۍ په دننه کې د ایران سره  لاسلیک کړی اټومي تړون فسخه کړي او د ایران د انقلاب ساتوونکو ځواکونو نوم  د ترهګرو په لست کې  شامل کړي.

د بله پلوه ایران هم  ګواښ کړی  که چیرې  امریکا  ددوې ځواکونه د ترهګرو په لست کې شامل کړي  دوی به هم په سوریه کې د امریکايي ځواکونو سره  د داعش  په څیر  معامله او چلند وکړي.

دوی ته به د امریکايي ځواکونو او داعش  ترهګرو ترمنځه کوم  توپیر ونشي.



اړوند خبرونه