د شمالي کوریا  هکرانو  د سویلي کوریا او امریکا  مهم  عسکري اسناد  هک کړي دي.

د شمالي کوریا د سویلي کوریا او امریکا مهم اسناد غلا کړي

824395
د شمالي کوریا  هکرانو  د سویلي کوریا او امریکا  مهم  عسکري اسناد  هک کړي دي.

د شمالي کوریا  هکرانو  د سویلي کوریا او امریکا  مهم  عسکري اسناد  هک کړي دي.

ویل کیږي پدې اسنادو کې  د سویلي کوریا او امریکا لخوا  د شمالي کوریا سره  د احتمالي جګړې  پلان  هم  شتون لري.

د یونهاپ خبري اژانس  د سویلي کوریا  د ولسي جرګې د وکیل  ریهي شیول هي  له قوله او د دفاع وزارت د سرچینو نه  د ترلاسه کړو معلوماتو له مخې لیکلي دي چې ، د شمالي کوریا  هکرانو تیر کال  د سویلي کوریا او امریکا  زیات شمیر  عسکري اسناد او معلومات  غلا کړي دي.

په خبر کې راغلي دي چې  په غلا شوو اسناد او معلوماتو کې  د سویلي کوریا  او امریکا لخوا د شمالي کوریا سره د احتمالي جګړې په خاطر جوړ شوی ګډ پلان هم  شتون لري.

په خبر کې راغلي دي چې د شمالي کوریا هکرانو  ۲۳۵ جیګابایټه  عسکري معلومات غلان کړي دي.

شمالي کوریا  بیا  د نوموړې سایبري  برید په اړه  تر اوسه پورې څه ندي ویلي.

د شمالي کوریا  ځانګړي روزل شوي  هکران  په یو زیات شمیر هیوادونو کې فعالیت کوي.



اړوند خبرونه