روسیې د اټومي وسلې نه په مراتبو قوي وسله جوړه کړې

د روسیې په اړه د انګلستان ادعا

817912
روسیې  د اټومي وسلې نه په مراتبو قوي وسله جوړه کړې

د انګلستان خبري رسنیو ادعا کړې ده چې  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د اټومي وسلو نه  لا قوي او ځواکمنه  وسله لري.

د انګلستان خبري رسنیو ویلي دي چې  روسیې  داسې  نوې  نسل راډیو الکترونیک  ډوله وسله  جوړه کړې چې  د اټومي وسلې نه په مراتبو قوي  او اغیزمنده ده.

دا وسله  د اردوګانو  د لمنځه وړو توان  او ظرفیت لري.

د ډیلي ستار ورځپاڼې  د خبر له مخې  د روسیې لخوا جوړه شوې دا نوې وسله  په ۷ کیلومترۍ کې  د هر ډول توغندیو ، دفاعي سیستمونو او الوتکو  د کنټرول  د په لاس کې نیولې  او د فعالیت نه د غورځولو  توان او ظرفیت لري.

دا وسله دا نړۍ  تر ټولو  قوي  نوې نسل  وسله ده.

په خبر کې راغلي دي چې  ددې وسلې  تر ټولو ښه ځانګړتیا  د ټانکونو د سیستم  غیرې فعالول  او د ټانکونو په منځ کې  د مرمیو  چول  دي.

ددې سربیره    تر سلو مترو پورې د مځکې لاندې  عسکر هم  ددې وسلې د اغیزو نه  ځان ژغورلی نشي.

همداشان  دا وسله د لرې سیمې نه د ماینونو د پاکولو په برخه کې هم  ډیره ګټوره ده. دا وسله  ماینونه  او هر ډول چاودیدونکي توکي  د راډیويي  څپو  له لارې  له منځه  وړي.



اړوند خبرونه