اروپا د فاشيزم په لومو كې

په جرمني كې د پارلماني ټاكنو پايلو په اروپا او ټولې نړۍ كې د خلكو پاملرنه جلب نه كړه.

818718
اروپا د فاشيزم په لومو كې

په جرمني كې د پارلماني ټاكنو پايلو په اروپا او ټولې نړۍ كې د خلكو پاملرنه جلب نه كړه. دا په داسې حال كې ده چې تر جرمني وړاندې د هالنډ، فرانسې او بلجيم د هېوادونو پارلمانونو ته هم توكمپاله نازي ګوندونو لار موندلې وه. دا ګوندونه به د اروپا پارلمان ته استازي هم وليږي.

دا پدې معنى ته چې د فاشيزم په ټاټوبي اروپا كې يو ځل بيا فشيستان پارلمان ته لار مومي. اصلاً نړۍ بايد د فاشيزم د بيا غوړېدلو او پرمختګ د مخنيوي په برخه كې تدابير ونيسي خو په ځانګړي توګه اروپايي روشنفكران ددې ناوړه پديدې د مخنيوي په اړه چوپه خوله دي. له كله چې اروپا د خپلو مدني ارزښتونو نه لرې شوې ده، د فاشيزم د پراختيا مخه هم پرانيستل شوې ده.

هغه څه چې د لوېديځو ارزښتونو او په تېره بيا د اروپايي ارزښتونو په سترګه ورته كتل كيږي، هغه ديموكراسي او بشري حقونو ته درناوى دى. له بده مرغه اروپا د سړې جګړې د پاى ته رسېدلو سره سم دا دواړه ارزښتونه په كرار كرا تر پښو لاندې كړل.

د رسنيو په برخه كې د ټيكالوژۍ د پراختيا سره سم د فزيكي پلوه ډېرو لرو كسانو هم په خپل مېنځ كې د ورځي ژوند په اړه معلومات په اسانۍ سره د يو بل ترمېنځ د شريكولو امكان هم وموند.  دا پرمختګ ددې سبب شو چې د ختيځې نړۍ انسانان هم په ټولنيز او سياسي ډګر كې د لا زياتې آزادۍ د ترلاسه كولو په موخه مبارزه پيل كړه.

د ختيځې نړۍ دا غوښتنه ددې سبب شوه چې ديموكراسۍ او بشري حقونو په برخه كې د لوېديځې نړۍ د انسان دوه مخي هم ټولو ته ښكاره شي. ختېځې ټولنې چې د آزاديو او ديموكراسۍ په برخه كې پر خپلو دولتونو باندې فشار زيات كړ، لوېديځوالو د دوى پر وړاندې په دوه مخي سياست لاس پورې كړ. د لوېديځوالو لپاره د ختيځې نړۍ د انسان د ديموكراسۍ او آزادۍ غوښتنه تر هغه ځايه محدوده ده چې د دوى ګټو ته پكې زيان ونه رسيږي.

د بېلګې په ډول د اروپا د موټر جوړولو د يو شركت دوه جلا فابريكې چې يوه يې په جرمني او بله يې په هندوستان كې فعاليت كوي، سره مقايسه كولاى شو. دا شركت په جرمني د خپلې فابريكې د كاګرانو د صنفي اتحاديې په چوكاټ كې د حقونو د خوندي كولو په برخه كې حساس دى. يعنې شركت د زياتې ګټې پر ځاى د كارګرانو د حقونو ساتنې ته ارزښت وركوي.  دا په داسې حال كې ده چې د همدې شركت لخوا د هندوستان، پاكستان، جنوبي كوريا يا تركيې په فابريكه كې توليد شوي موټر په نړۍ كې په يوه بيه پلورل كيږي. خو د جرمني د فابريكې كارګران د هندوستان، پاكستان، جنوبي كوريا يا تركيې د فابريكې د كاګرانو په پرتله ډېر زيات حقونه لري.  د جرمني د فابريكې كارګر هره ورځ خپل كور ته غوښه اخيستلى شي او د روغتيا د نړيوال سازمان د سټندرد مطابق خپل ماشومان تغذيه كوي. خو د همدې شركت د هندي فابريكې كارګر بيا ډېر لږ معاش اخلي.  حتى دا معاش د جرمني كارګر د يوې اونۍ د پېسو سره هم نه دى برابر.

دا دوه مخى سياست ددې سبب كيږي چې په دولتي سطحه لودېديځ هېوادونه د ختيځو هېوادونو سره د مساويانه اړيكو د ټينګولو نه هم انكار كوي. دوى خپلو پخوانيو استعماري خويونو ته اوس هم دوام وركوي. دا خوى نورو ته په سپكه سترګه د كتلو خوى دى.

په سياسي ډګر كې ددې بل مثال بيا دا دى: كه چېرې په ختيځ هېواد كې د شفافو ټاكنو په پايله كې اقتدار ته ورسېږئ او د مشروع اقتدار په پايله كې د خپل هېواد له ګټو نه د لوېديځو هېوادونو پر وړاندې دفاع وكړئ، ستاسې دا عمل د لوېديځ لپاره په هېڅ ډول د منلو وړ نه دى. د لوېديځ لپاره تاسې يو ديكتاتور ياست. كه چېرې د ټاكنو پر مهال ۵۲ سلنه رايه هم ترلاسه كړئ، تاسې ديكتاتور ياست. خو په لوېديځ كه كه چېرې د رايو ۳۱ سلنه هم ترلاسه كړئ او اقتدار خپل كړئ نو بيا دا ديموكراسۍ برى دى.

لكه څرنګه چې مې پورته اشاره وكړه، د رسنيو او معلوماتي ټيكنالوژۍ د پرمختګ له بركته د تركيې په يو كلي كې د چوپان معلومات د جرمني د هامبورګ د ښار د يو سياستوال هومره دي. ددې معلوماتو په رڼا كې د تركيې چوپان هم په حقه وايي چې دلته كومه لوبه روانه ده. كه چېرې چوپان ددې لوبې په اړه پوښتنې پيل كړي نو لوېديځوال ورته لومړى د شك په سترګه ګوري. خو كله چې پرې پوه شي نو بيا د نشنليزم غېږې ته پناه وړي.

په لوېديځ كې لوى ګوندونه د يو څو رايو د ترلاسه كولو په موخه د كوچنيو ګوندونو او توكمپالو سياسي ډلو فاشيستي شعارونو ته پناه وړي. دا لوى ګوندونه د ديموكراسۍ او بشري حقونو د ارزښتونو سره په ټكر كې فاشيتي شعارونو ته مخ كوي. له هر څه خطرناكه  خو يې لا دا ده چې دا فاشيستي شعارونه د ټولنپالې ديموكراسۍ او د بشري حقونو په لفافه كې نورو ته وړاندې كوي. په لوېديځ كې د تېرو ۲۵ كلونو په اوږدو كې لويو ګوندونو د همدې تاكتيك په كارولو سره په سياسي ډګر كې برى ترلاسه كړ خو خپل ارزښتونه يې تر پښو لاندې كړل.

راځئ د هالنډ هېواد ته پاملرنه وكړو. په هالنډ كې كه څه هم له ټاكنو شاوخوا يو كال تېريږي خو په پارلمان كې د فاشيست ګوند د شتوالي له امله نشي كولاى چې حكومت جوړ كړي. د اتريش په هېواد كې هم د جرمني په څېر فاشيست ګوند پارلمان ته لار موندلې ده. حتى په فرانسه كې هم چې د ديموكراتيكې مجادلې زانګو بلل كيږي، د فاشيست شعار نه ځان نشي ساتلى.

د كلونو راهيسې ددې ناوړه خطاګانو په پايله كې د اروپا پارلمان هم د نازي وكيلانو لپاره غېږه پرانيستله . په اروپا كې د اقتصادي او سياسي كړكېچ د ناوړه اغېزو د مخنيوي په موخه لوى ګوندونه دې ته اړ شوي دي چې فاشيستي شعارونو ته يې پناه وړې ده.

تر ټولو اندېښمنه منظره خو لا دا ده چې د اروپا پارلمان چې د تاسيس په سند كې يې د فاشيزم او توكمپالنې سره د مبارزې په موخه مادې ليكل شوي دي، اوس د فاشيستانو لپاره په نوي ستېج بدل شوى دى. پدې هيله چې اروپا نور ددې خطر مخه ونيسي.

 

 



اړوند خبرونه