اسراييل به پر ميانمار وسلې پلورلو ته دوام وركړي.

ميانمار چې د اسراييلو د وسلو جوړولو د شركتونو تر ټولو مهم بازار بلل كيږي، د روهينګيا د مسلمانانو د عاموژنې سره سره اسراييلي شركتونه به پر دې هېواد وسلې پلورلو ته دوام وركړي.

816418

په روهينګيا كې د مسلمانانو پر وړاندې د عاموژنو تر پېښو وروسته په اسراييلو كې د بشري حقونو يو شمېر فعالانو ددې هېواد سترې محكمې ته وړانديز كړى و، پر ميانمار باندې دې وسلې پلورل ودروي.

پرون د اسراييلو سترې محكمې پرېكړه وكړه چې ددې هېواد د حكومت لخوا پر ميانمار باندې د وسلې پلورل د نړيوالو قوانينو په نظر كې نيولو سره ترسره كيږي او بنديز ته يې اړتيا نشته دى.

اسراييلو چې تر اوسه پورې پر ميانمار باندې تر ۱۰۰ زيات ټانكونه او يو زيات شمېر چټكې جنګي كوچنۍ كيښتۍ پلورلې دي، د روهينګيا د مسلمانانو پر وړاندې ددې هېواد د اوردو د ظلمونو نه وروسته د بشري حقونو د فعالانو غصه يې راپارولې وه.

سربېره پر دې د ټار اېډيال كانسپټ په نامه اسراييلي نظامي شركت د روهينګيا په سيمه كې د ميانمار د كمانډو د ځواكونو په روزنه كې هم برخه اخيستې ده.

د رسمي شمېرو له مخې د روهينګيا په سيمه كې د ميانمار د اوردو د ظلمونو له امله لږ تر لږه ۴۸۰ زره كسان چې تر ۶۰ سلنې زيات يې ښځې او ماشومان دي، د بنګله دېش هېواد ته پناه وړې ده.

اړوند خبرونه