شمالي کوریا  په زرګونو تنه  سرتیري  د هیواد ختیځو پولو کې ځای په ځای کړي دي.

شمالي کوریا جګړه ته تیاری نیسي

814762
شمالي کوریا  په زرګونو تنه  سرتیري  د هیواد ختیځو پولو کې ځای په ځای کړي دي.

 شمالي کوریا  په زرګونو تنه  سرتیري  د هیواد ختیځو پولو کې ځای په ځای کړي دي.

شمالي کوریا  د امریکا  متحده ایالتونو د ولسمشر ټرامپ د ګواښ نه وروسته  د هیواد په ختیځو پولو کې په زرګونو تنه  سرتیري ځای په ځای کړل. شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر  وړمه ورځ  د ټرامپ  د وروستیو څرګندونو  ددوې پر خلاف د جګړې د پيلولو په توګه یادونه وکړه.

د سویلي کوریا رسمي خبري اژانس  یونهاپ  بیا  ویلي دي چې  شمالي کوریا  یو زیات شمیر هوايي تجهیزات  او دفاعي  سیستمونه  د هیواد په ختیځو پولو کې ځای په ځای کړي دي.

په خبر کې راغلي دي چې  شمالي کوریا په ختیځو پولو کې خپل دفاعي کمبربندونه  لا زیات قوي کړي دي.سویلي کوریا بیا  د شمالي کوریا لخوا په ختیځو پولو کې د زرګونو تنو سرتیرو د ځای په ځای کولو په اړه څه ندي ویلي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر ري یانګ هو  وړمه  ورځ  ویلي وو چې  د امریکا ولسمشر د وروستیو څرګندونو سره ددوې پر خلاف په رسمي توګه جګړه اعلان کړه.

هغه  ویلي وو «  سره ددې چې  د امریکا بم اچوونکې الوتکې  ددوې هوايي حریم ته داخلې شوې ندي خو پداسې یو حالت کې  ددوې پولو ته نږدې هم  د امریکا  د بم اچوونکو الوتکو ویشتل  ددوې حق  دی.»

شمالي کوریا  د ولسمشر ټرامپ  د وروستیو څرګندونو نه وروسته  د عسکري فعالیتونو کچه  د پام وړ لوړه کړې ده . د بله پلوه  د شمالي کوریا  تر ټولو  قوی ملاتړ کوونکي  هیواد  چین هم  د احتمالي جګړې  د خطراتو په اړه خبرداری ورکړ.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  په سیمه کې احتمالي جګړه د هیچا په ګټه نده. هغه  په نیویارک کې  د BRICS  د هیوادونو  په غونډه کې  په خپلو سیالانو غږ وکړ چې  د کوریا په ټاپو کې  حالات ډیر زیات ترینګلي دي.

په ټولو خواوو غږ وکړ چې د هر ډول پارونکي او وسله وال اقدام نه ډډه وکړي.

همداشان  د سویلي کوریا  د بهرنیو چارو وزیر  هم  د شمالي کوریا نه  د روان کړکیچ  د نرمولو په خاطر  د شمالي کوریا نه  مذاکراتو ته د مثبت ځواب ورکولو غوښتنه وکړه.  



اړوند خبرونه