په اوکراین کې د وسلو او مهماتو په ډیپو کې چاودنه وشوه

د اوکراین د وینتیسیا  په سیمه کې  د پوځي مهماتو په ډیپو کې د اورلګیدنې په پایله کې زورورې  چاودنې  رامنځته شوې.

814983
په اوکراین کې د وسلو او مهماتو په ډیپو کې چاودنه وشوه

د اوکراین د وینتیسیا  په سیمه کې  د پوځي مهماتو په ډیپو کې د اورلګیدنې په پایله کې زورورې  چاودنې  رامنځته شوې.

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د پیښې ځای ته نږدې  په زرګونو تنه  امنو سیمو ته  انتقال شوي دي.

ویل کیږي تر اوسه پورې  نږدې ۳۰ زره تنه  وګړي  د پيښې د سیمې نه تخلیه شوي دي. د اوکراین چارواکیو ویلي دي چې  د پیښې د ځای  هوايي حریم يي د هوايي ټرافیک پر مخ  تړلی دی.

د یادولو وړ ده چې په تیرو ورځو کې  د اوکراین  په یو بل  تر ټولو لوی په عسکري ډیپو کې  اورلګیدنه رامنځته شوې وه چې  په یو زیات شمیر وسلې او مهمات پکې له منځه تللي وو.

همداشان  په اوکراین کې یو ځل بیا  د عسکري مهماتو په ډیپو کې چاودنه وشوه. ویل کیږي  پدې ډیپو کې  د اوکراین د پوځ  یو زیات شمیر ډولونه  توغندي هم  محافظه کیږي.

د اوکراین د خبري رسنیو د خبر له مخې پیښه  د وینتیسیا  د مرکز په شل کیلومټرۍ کې د کالینوف کادا  به سیمه کې رامنځته شوې ده.

د اوکراین د چارواکیو په وینا  پدې ډیپلو کې  ۱۸۸ زره ټنه  عسکري مهماتو شتون درلود. همداشان  پدې ډیپو کې  د سمیرچ ، اوراګان  او ګراد په نامه  توغندي ام  محافظه  دي.

د یادولو وړ ده چې د روان کال  د مارچ په  میاشت کې هم  د نوموړي هیواد د خارکوف ښار اړوند  د بالاک لیا  په سیمه کې  په تر ټولو  لوی د مهماتو په ډیپو کې اورلګیدنه رامنځته  شوې وه .

همداشان  یو  څه موده کې  د ماریوپول  په ښار کې هم  په عسکري ډیپو کې چاودنه شوې وه.

د بله پلوه  ځینې برخې  ادعا کوي چې کیدای شي د اوکراین دفاعي ساختارونو ته د زیان رسولو په خاطر  دا  کارو  قصدي  وي.



اړوند خبرونه