په مکسیکو کې په روغتون وسله وال برید وشو
په مکسیکو کې د نشه يي توکو د چاقبرانو یوې ډلې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د ژغورنې په مرکز وسله وال برید وکړ.
814888
په مکسیکو کې د نشه يي توکو د چاقبرانو یوې ډلې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د ژغورنې په مرکز وسله وال برید وکړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د نشه يي توکو د چاقبرانو یوې ۲۵ کسیزې ډلې د مکسیکو د شیهوا هوا په ښار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په مرکز د وسله وال برید وکړ.
په برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي. عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې یوه ۲۵ کسیزه ډله راغله او پدې مرکز يي د ماشین ګړو او اتوماتیکو وسلو برید وکړ.
په برید کې وژل شوي ډیر د روغتون پرسونل او ناروغان دی.
اړوند خبرونه

ملګرو ملتونو پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د ګڼو ماشومانو د وژل کېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.
د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو کمشنره : د ماشومانو وژل او ټپي کول بې وجداني ده