د روسیې او امریکا ترمنځه نوې ناندرۍ.

روسیه وايي چې په سوریه کې جګپوړي جنرال د امریکا د ناسمو سیاستونو قرباني شو.

813974
د روسیې او امریکا ترمنځه نوې ناندرۍ.

روسیې  په سوریه کې د خپل جګپوړي جنرال  د وژلو پړه  په امریکا متحده ایالتونو واچوله.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل چې په سوریه کې د هاوان  په برید کې  وژل شوی   روسي  جنرال  په اصل کې د امریکا  د دوه مخو  سیاستونو قرباني شو.

روسیې  مرستیال د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې  تیره ورځ  زمونږ  جګپوړی  عسکري چارواکی ډګرجنرال  اساپوف د سوریې د دیروزور په ښار کې  د داعش ترهګرې ډلې  د هاوان په برید کې  ژوند د لاسه ورکړ.

هغه وویل چې  روسي جنرال  اساپوف  د دیروزور د ښار په بیروني برخو کې چې په پام کې ده  دا ښار هر څه ژر  د داعش نه په کامله توګه ونیول شي  د یو صحرايي  قراګاه نه د لیدنې پر مهال  پرې برید شوی دی .

د جنرال  اساپوف سربیره  دوه  روسي ډګروالانو هم  ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال  وزیر  تیره ورځ په پلازمینه  مسکو کې  په خبري غونډه کې  خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه  په سوریه کې د روسیې د جګپوړي عسکري چارواکي د وژل کیدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « زمونږ جنرال د امریکا د دومخو سیاستونو قرباني شو. امریکا داعش باید له منځه یو  په اړه سورې او نارې وهي خو په عمل کې بیا  ددې برعکس  چلند کوي. امریکا  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د مبارزې نه ډیر په سیاسي او جیوپولتیکو مسلو  پسې  روان  دی. مونږ  غواړو چې د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې د امریکا  عظیمه اراده وګورو. »

د روسیې د دفاع وزارت  وړمه ورځ  د سوریې د دیروزور په ښار کې  د مصنوعي  سپوږمه کۍ  لخوا اخیستل شوي  ځیني هغه عسکونه  خپاره کړل چې  د امریکا د ځانګړو ځواکونو په مشرۍ د پې کاکا ترهګرې ډلې  جنګیالي  یو ډیرې سیمې چې د داعش تر کنټرول لاندې وې  د جګړې نه پرته  تسلیمیږي.

د روسیې لخوا ددې تصویرونو د خپرولو نه  لنډه موده وروسته  د روسیې د پنځمې اردو د قومندانانو نه  ډګرجنرال  اساپوف  د داعش د هاوان په برید کې ووژل شو.



اړوند خبرونه