په جرمني کې د تیرې ورځې د ټولټاکنو کې نهايي پایلې اعلان شوې.
په جرمني کې د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته د لومړي ځل لپاره نیونازي ډلې پارلمان ته لار پیدا کړه
په جرمني کې د تیرې ورځې د ټولټاکنو کې نهايي پایلې اعلان شوې.
د ویلو ده چې په جرمني کې د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته د لومړي ځل لپاره نازي ډلې پارلمان ته لار پیدا کړه. پارلمان ته د نازي ډلو ننوتو نړۍ د حیرانتیا او شاک سره مخ کړې ده .
د جرمني د تیرو ورځو په ټاکنو کې د انګیلا مرکل په مشرۍ ګوند ۳۳ سلنه رایو په ګټلو سره په لومړني کتار کې ځای ونیو. همداشان نیونازي ډلې بیا د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته د لومړي ځل لپاره د ۱۲ عشاریه ۶ سلنې رایو په ګټلو سره پارلمان ته د دریم لوی ګوند په توګه لار وموندله.
د انګیلا مرکل په مشرۍ د مسیحیانو ډیموکراټ ګوند بیا پدې ټاکنو کې ۹ سلنه رایې د لاسه ورکړې.
د بله پلوه د تیرې ورځې په ټاکنو کې د جرمني سوسیال ډیموکراټ ګوند د تیرو ټاکنو په پرتله ۲۰ سلنه رایې د لاسه ورکړې او ستره ضربه يي ولیده. یاد شوي ګوند ویلي دي چې د حکومت په خاطر په ايتلاف کې به برخه وانخلي .
انګیلا مرکل د څلورم ځل لپاره د جرمني لومړۍ وزیرې په توګه پاتې شوه.