روسیې په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په سیمه هوايي بریدونه کړي.
روسیې په سوریه کې په اشتباه کې د امریکايي ځواکونو په سیمه بمباري وکړه
809475
روسیې په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په سیمه هوايي بریدونه کړي.
د سي ان ان انټرنیشنل د خبر له مخې روسي جنګي الوتکو د تیرې خالي په ورځ د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې په هغه سیمه بمباري کړې چې امریکايي سرتیري پکې میشت وو.
په خبر کې راغلي دي چې امریکايي سرتیرو د سیمې په څو سوه مترۍ کې موقعیت درلود.
پدې پیښه کې ځیني امریکايي سرتیري ټپیان شوي دي.
ټپي شوي امریکايي سرتیري د درملنې لاندې نیول شوي دي.
امریکايی چارواکیو ویلي دي پدې پوهیږي چې د روسي جنګي الوتکو دا برید قصدي نه وو خو بیا هم په اړه يي تحقیقات پيل کړي دي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.