اروپايي ټولنه د روهينګيا د مسلمانو پر عاموژنې سترګې پټوي

په داسې حال كې چې په ميانمار كې ددې هېواد د اوردو او بودايي سختدريځو په لاس زرګونه مسلمانان وژل كيږي او لسګونه زره نور يې د خپلو كورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي، اروپايي ټولنې پدې وحشت سترګې پټې كړي دي.

803693

د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غير رسمي غونډه كې چې د استونيا په پلازمېنه تالين كې دوام لري، د ميانمار مسئله ځاى نه لري.

ددې ټولنې د بهرنيو اړيكو او امنيتي سياست استازې فدريكا موګريني خبريالانو ته وويل چې د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډې په اجندا كې ميانمار ځاى نه لري.

موګريني د غونډې په يوې برخه كې د استونيا د بهرنيو چارو د وزير سوېن ميكسر سره په ګډه خبري غونډه كې وويل چې د روانې غونډې په اجندا كې د شمالي كوريا لخوا د اتومي وسلو د آزمايښتونو، په منځني ختيځ كې د سولې د خبرو اترو او په وېنزوېلا كې د روان سياسي كړكېچ موضوعګانې ځاى لري. سربېره پر دې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو د راډيكاليزم او ترهګرۍ سره د مبارزې موضوعګانې هم په اجندا كې شاملې دي.

موګريني زياته كړه چې غړي هېوادونه پر شمالي كوريا د بنديزونو د لګولو سره موافق دي.

ددې ټولو موضوعګانو سره سره په ميانمار كې د روهينګيا د مسلمانانو عاموژنه چې د ټولې نړۍ غبرګون يې راپارولى دى، د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه كې نه ده شامله شوې.

اړوند خبرونه