د روهينګيا مسلمانانو ته بنګله دېش هم ګوزار وركړ.

د روهينګيا مسلمانان چې په ميانمار كې ددې هېواد د اوردو او بودايي ستخدريځو له وېرې يې بنګله دېش ته پناه وړې ده، ددې هېواد د يو نوي قانون له امله مايوسه شوي دي.

803808

بنګله دېش د يو نوي قانون له مخې د بنګله دېشيانو او روهينګيا د مسلمانانو ترمېنځ پر واده كولو بنديز ولګولو.

د بنګله دېش د عدليې وزير انيس الحق پرون يوې خبري غونډې ته وويل چې `` د روهينګيا د مسلمانانو او بنګله دېشيانو ترمېنځ پر واده كولو بنديز د يو نوي قانون له مخې تصويب شوى دى. كه چېرې د بنګله دېش د هېواد هېوادوال يا هېوادواله د روهينګيا د يو مسلمان ځوان يا پېغلې سره وداه وكړي، نو دا واده به غير قانوني وي. سربېره پر دې شخص ته به سخته سزا وركړل شي.

بنګله دېشي چارواكو په ځانګړي توګه د كاكس بازار په سيمه كې چې د روهينګيا د مسلمانانو د كډوالو كمپونو په كې پراته دي، پدې برخه كې پراخه تدابير ونيول شي.

دا لا معلومه نه ده چې د بنګله دېش حكومت ولې داسې پرېكړه كړې ده خو اټكل كيږي چې دوى هم نه غواړي چې د روهينګيا مسلمانان د بنګله دېش د ټولنې سره مدغم شي.

اړوند خبرونه