په فرانسه كې د موټر په واسطه نوى بريد
د فرانسې د مارسيليا په ښار كې يو موټر د بس په تمځاى كې پر ولاړو كسانو باندې ختلى دى چې په پايله كې يې لږ تر لږه ۱ تنه وژل شوى او ۱ تن ټپي شوى دى.
793749
د فرانسې د مارسيليا په ښار كې يو موټر د بس په تمځاى كې پر ولاړو كسانو باندې ختلى دى چې په پايله كې يې لږ تر لږه ۱ تنه وژل شوى او ۱ تن ټپي شوى دى.
پوليسو د موټر چلوونكى نيولى دى.
پوليسو تر پېښې وروسته په ښار كې پراخه امنيتي تدابير نيولي دي. تر اوسه پورې د پېښې د ماهيت په اړه كره معلومات نشته دى.
د يادولو وړ ده چې تېره اونۍ د اسپانيا د بارسلونا په ښار كې د داعشي بريدګر لخوا د موټر په واسطه بريد شوى وو چې په كې ۱۳ تنه وژل شوي او تر ۵۰ تنو زيات ټپيان شوي وو.