په فنلنډ كې د چړې په واسطه بريد
د فنلنډ د توركو په ښار كې يو تن بريدګر د چړې په واسطه پر ملكيانو بريد كړى دى.
792767

د بي بي سي د معلوماتو پر اساس بريدګر د پوليسو لخوا په داسې حال كې نيول شوى دى چې ټپي شوى و.
په بريد كې د لومړنيو معلوماتو له مخې تر ۱۰ تنو زيات ټپيان شوي دي. د بله پلوه ځايي رسنۍ بيا وايي چې لږ تر لږه يو تن په كې وژل شى دى.
د فنلنډ پوليسو تر بريد وروسته په ښار كې امنيتي تدابير سخت كړي دي او د پلازمېنې هيلسنكي هوايي ډګر يې هم په موقتي ډول تړلى دى.
د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.
اړوند خبرونه
فیلیپین د روسیې نه د ۱۶ پوځي ټرانسپورتي چورلکو د اخیستو نه لاس په سر شو.
فیلیپین د امریکا د بندیزونو له ډاره د روسیې نه د پوځي چورلکو د پيریدو نه لاس په سر شو