د ټرامپ او امازون د شرکت د مشر ترمنځه شخړه په لویدو ده
ټرامپ د امازون شرکت ته ستر ګوزار ورکړ
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ د ټولنیزې مډیا له لارې د امازون د شرکت اړوند د یو پیغام په خپرولو سره یاد شوي شرکت ته ۶ میلیارده ډالره ضرر ورسو.
د امریکا ولسمشر ټرامپ او د امازون د شرکت د مشر جیف بیزوس ترمنځه په ۲۰۱۵ کال کې کې پيل شوې شخړه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لویدو ده.
د امریکا ولسمشر ټرامپ پرون د سهار په ساعتونو کې د خپل ټویټر حساب له لارې د نوموړي شرکت په اړه یو پیغام خپور کړ چې نوموړي پيغام د اسهامو په بازار کې د شرکت سهامي حصو بیه په چټکه توګه راوغورځوله.
یاد شوي شرکت د څو دقیقو په دننه کې ۶ میلیارده ډالره ضرر ولید.
ټرامپ په خپور کړي پیغام کې ویلي وو چې د امازون شرکت د امریکا هټۍوالو او سوداګرو ته چې په خپل وخت سره او په منظمه توګه خپله مالیه ورکوي ستر ضرر رسولی او د استخدام مخه ډبه کړې ده .
دې پیغام د امریکا د اسهامو په بازارونو کې د امازون شرکت حصو بیه په چټکه توګه راټیټه کړه. شرکت د څو دقیقو په دننه کې ۶ میلیارده ډالره ضرر ولید.
د ویلو ده چې د ټرامپ او امازون د شرکت د مشر جیف ترمنځه هله شخړه پيل شوه چې نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې د ټرامپ مخالف خبرونه خپرونکي د واشنګټن پوست ورځپاڼه په کامله توګه وپيروده.
د ویلو ده چې د امازون شرکت په امریکا او نړۍ کې د انلاین سوداګرۍ تر ټولو لوی او مشهور شرکت دی.