د امریکا او روسیې ترمنځه ډیپلوماتیک کړکیچ یو ځل بیا پيل شو.
امریکا : روسیې ته به لازم ځواب ورکړو
د امریکا او روسیې ترمنځه ډیپلوماتیک کړکیچ یو ځل بیا پيل شو.
روسیې چې یو څه موده مخکې د هیواد نه د ۷۵۵ تنو امریکايي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه کړې ده دې مسلې د امریکا سخت غبرګون پارولی دی .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل چې د روسیې دې اقدام ته به خامخا ځواب ورکړي.
هغه وویل چې د سپټمبر د میاشتې د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره به د روسیې په مقابل کې باالمثل ګام اوچت کړي. ټیلرسن دا څرګندونې تیره ورځ په مانیل کې د خپل روسي سیال سره د لیدنې نه وروسته وکړې.
ټیلرسن دا ونه ویل چې څه ډول ځواب به ورکړي.
د یادولو وړ ده چې روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وروسته د هغه چې امریکا په نوموړي هیواد نوي بندیزونه ولګول د هیواد نه د ۷۵۵ تنو امریکايی ډیپلوماټانو د شړولو سره د امریکا د سفیر د یوې ویلا کور او ځینو نورو ډیپوګانو د تړولو پریکړه وکړه.
روسیې د امریکا نه غوښتنه وکړه چې هر څه ژر پدې هیواد کې د خپلو ډیپلوماټانو شمیره راټیټه کړي. امریکا بیا د روسیې ددې اقدام په غبرګون کې وویل چې لازم ځواب به ورکړي.