د شمالي کوریا اوږد واټنه توغندی د فرانسې مساپروړونکې الوتکې سلو کیلومترۍ ته نږدی شوی وو

امریکا او جاپان ویلي دي چې د شمالي کوریا لخوا د وروستي توغندي د ازمایښت پر مهال د فرانسې مساپروړونکې الوتکه د سیمې نه د تیریدو په حال کې وه

783396
د شمالي کوریا اوږد واټنه توغندی د فرانسې مساپروړونکې الوتکې سلو کیلومترۍ ته نږدی شوی وو

د شمالي کوریا لخوا د وروستي  اوږد واټنه  توغندي  د ازمایښت پر مهال د فرانسې اړوند مساپر وړونکې الوتکه د سیمې نه د تیریدو په حال کې وه.

امریکا  او جاپان  چارواکیو ادعا کړې چې  د شمالي کوریا لخوا توغول شوی  اوږد واټنه  توغندی  د فرانسې د هوايي  کرښو اړوند  د یوې مساپر وړونکې الوتکې  چې  ۳۳۰ تنه  مساپر پکې سپاره ول  تر سل کیلومترۍ ورته  نږدی شوی وو.

جاپان ویلي دي چې د شمالي کوریا لخوا د توغندي د توغولو پر مهال  د فرانسې د هوايي کرښو اړوند ۷۷۷ ډوله بوینګ مساپر وړونکې الوتکه  د جاپان  په شمال کې د هوکایدو په لویدیځ کې  د سیر په حال کې وه.

جاپاني  او امریکايي  چارواکیو ویلي دي چې  د شمالي کوریا توغندی  د هغه سیمې نه چې څو دقیقې مخکې ترینه  د فرانسې مساپر وړونکې الوتکه تیره شوې وه  تیر شوی  او الوتکې  تر ۱۰۰ کیلومترۍ  نږدی شوی وو.

د فرانسې د هوایي  کرښو شرکت  بیا ویلي دي چې  د شمالي کوریا  توغندی  ددوې  د الوتکې  مسیر ته کوم ګواښ ندی مخامخ کړی  او په نوموړې  سفر کې  هیڅډول  ستونزه  نده  رامنځته شوې.

یاد شوي شرکت  ویلي دي چې  زمونږ  تحقیقاتو او ترلاسه شوي اسناد  او شواهد ښايي  چې  توغندی  د الوتکې  د مسیر ۱۰۰ کیلومترۍ پورې رانږدی شوی وو  او په هغه سیمه کې  چې الوتکه ترینه  تیره شوې وه  غورځیدلی دی.



اړوند خبرونه