په امریکا کې  د چین په قونسلګرۍ  وسله وال برید وشو.

په لاس انجلس کې د چین په قونسلګرۍ وسله وال برید وشو

781963
په امریکا کې  د چین په قونسلګرۍ  وسله وال برید وشو.

په امریکا کې  د چین په قونسلګرۍ  وسله وال برید وشو.

د امریکا  د لاس انجلس په ایالت کې  د چین په قونسلګرۍ  وسله وال برید وشو. ویل کیږي  برید د ۶۰ کلن  سړي  لخوا  شوی دی .

برید کوونکي  په قونسګلرۍ  ۱۷ ډزو نه وروسته  انتحار ورکړ.

د لاس انجلس  د پولیسو په وینا پيښه د سهار د ۶ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.

پولیسو ویلي دي چې د سهار د شپږو بجو پر مهال  یو تن  ۶۰ کلن چې د څیرې نه د اسیايي هیوادونو وګړی  ښکاریده  د چین په قونسلګرۍ ډزې پیل کړې . مرمۍ  د قونسلګرۍ په کړکیو، دروازې  او هیندارو ولګیدې.

په پيښه کې  د چین د قونسلګرۍ کارکوونکو ته هیڅډول ځاني زیان ندی اوښتی.

پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي د برید نه وروسته د خپل موټر ترڅنګ  انتحار وکړ.

د لاس انجلس د پولیسو یو تن چارواکي مایکل لوپیز  خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید پداسې حال کې شوی دی چې قونسلګري بنده وه.

په لاس انجلس کې د چین قونسلګرۍ ویلي دي چې  په پیښه کې چاته ځاني زیان  ندی اوښتی  خو  دا برید تر وروستۍ درجې  د اندیښنې وړ  دی.

د چین قونسلګرۍ د امریکا د امنیتي مقاماتو نه  د قونسلګرۍ  په شاوخوا کې د لازمو امنیتي تدابیرو د نیولو غوښتنه وکړه.

پولیسو ویلي دي چې د برید کوونکي هویت تر اوسه پورې معلوم شوی دی ندی خو د چینايي خبري رسنیو بیا ویلي دي چې برید کوونکی د څیرې نه  د اسیايي هیوادونو وګړی ښکاري.

د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۱ کال کې هم  یو تن چینايي الاصله امریکايي وګړي  د چین په همدې قونسلګرۍ  وسله وال برید کړی وو چې وروسته د پولیسو لخوا نیول شوی وو.



اړوند خبرونه