په سويس كې د برقي ارې په واسطه بريد

د سويس د شافهاسن په په ښار كې يو تن نا معلوم كس د برقي ارې په واسطه پر عامو خلكو بريد كړى دى.

776543
په سويس كې د برقي ارې په واسطه بريد

 

د سويس د شافهاسن په په ښار كې يو تن نا معلوم كس د برقي ارې په واسطه پر عامو خلكو بريد كړى دى.

د لومړنيو معلوماتو له مخې په پېښه كې لږ تر لږه ۵ تنه ټپيان شوي دي چې د دوو تنو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

د سويس د شافهاسن په په ښار كې يو تن نا معلوم كس د برقي ارې په واسطه پر عامو خلكو بريد كړى دى.

ويل كيږي چې بريدګر اوس هم په سيمه كې دى او د پوليس يې په نيولو بريالي شوي نه دي. د بله پلوه پوليسو د سيمې له اوسېدونكو غوښتنه كړې ده چې په خپلو كورونو كې پاتې شي او دروازې وتړي.

دا لا معلومه نه ده چې بريد ترهګري اقدام وو او كه جنايي پېښه وه.

د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.


پيوندونه: #سويس , #بريد

اړوند خبرونه