امریکايي  افسر  داعش ترهګرې ډلې ته د جاسوسۍ په تور ونیول شو.

پر امریکايي افسر د داعش ترهګرې ډلې سره د اړیکو تور !

768881
امریکايي  افسر  داعش ترهګرې ډلې ته د جاسوسۍ په تور ونیول شو.

 امریکايي  افسر  داعش ترهګرې ډلې ته د جاسوسۍ په تور ونیول شو.

د امریکا  متحده ایالتونو  د پوځ  یو تن افسر  چې په هاوايي  ایالت کې  دنده  درلوده  داعش ترهګرې ډلې ته  د پټو معلوماتو ورکولو  او داعش  د جاسوسانو سره  د اړیکو د درلودو په تور  ونیول شو.

د بله پلوه  د امریکا اف بي ای  د هاوايي  د دفتر مسئول  دیلاکورت  بیا ویلي دي چې  د نوموړي افسر لخوا داعش جاسوسانو ته  ورکړل شوي  پټ معلومات  او اسناد  داعش لاسته  ندي ورغلي.

همداشان  د امریکايي  افسر  پلار بیا د داعش ترهګرې ډلې سره د خپل زوی اړیکي رد کړي دي او ویلي دي چې  هغه  یو ډیر ساکن  او کلاره  میجازه  انسان  دی.

د امریکايي خبري رسنیو د خبر له مخې  د ایکا ایکا  کانګ  په نامه  امریکايي  افسر د تیرې خالي په ورځ  د اف بي ای لخوا ونیول شو.

هغه  د تیرې دوشنبې په ورځ  نظامي محکمې ته حاضر کړی شو.

د امریکا  د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اف بي ای لخوا د نوموړي  امریکايي افسر په اړه محکمې ته په وړانډې شوو تحقیقاتو کې  په  نوموړي  داعش ترهګرې ډلې ته د پټو  اسنادو او معلوماتو د ورکولو، داعش ترهګرې ډلې ته د کارکولو، د داعش ترهګرې ډلې د اړوندو ځینو کسانو سره  د بې پیلوټه الوتکو د اخیستو په برخه کې  په مرسته کولو او د وسلې سره  د یو زیات شمیر کسانو د وژلو  د ژمنې کولو  تورونه لګولي دي.

همداشان په تحقیقاتو کې  معلومه شوې ده چې  نوموړي امریکايي افسر په ۲۰۱۵ کال کې محرم عسکري اسناد کاپي کړي او داعش ته يي رسولي دي  او    د هاوايي  ایالت  د هونولولو په ټاپو کې په یو کور کې  د داعش ترهګرې ډلې  مشر ابوبکر البغدادي ته  د بیعت کړی دی .

د بله پلوه  په نوموړي  امریکايي  افسر  د داعش  ترهګرې ډلې ځینو غړیو ته  د جګړې په برخه کې  د روزنې د ورکولو  او د بعضو پټو ویدیويي فلمونو د ورکولو تور هم  لګیدلی دی .

د بله پلوه د اف بي ای د هاوايي د دفتر مسئول  پاول دیلاکورت بیا ویلي دي چې  د امریکايي افسر لخوا داعش ترهګرې ډلې پلویانو ته ورکړي  محرم  اسناد او معلومات یادې شوې ترهګرې ډلې لاسته ندي رسیدلي . دې بیا  ادعا کړې ده چې  امریکايي افسر په هاوايي کې  د هیڅ داسې کوم شخص سره  چې د هاوايي  ایالت  امنیت ته يي ګواښ مخامخ کړی وي لیدنه نده کړې.

د امریکايي  افسر پلار بیا  په هغه لګیدلي ټول  تورونه  رد کړي دي. هغه ویلي دي چې پدې پوره باور لري چې  زوی يي  د داعش په څیر  یو ترهګر سازمان سره  هیڅوخت اړیکي  درلودی نشي. د بله پلوه  ویل کیږي چې  نوموړی  امریکايي افسر په ۲۰۱۰ کال کې د یو کال  دندې په خاطر  عراق ته تللی وو او هلته يي  د اسلام سره  لیوالتیا پيدا شوې وه. د همدې امله  هم  د نوموړې په اړه  تحقیقات پیل شوي وو.

د امریکايي افسر پلار ویلي دي چې زوی  په منځني ختیځ کې د دندې د ترسره کولو نه وروسته  ځیني رواني ستونزې پیدا کړې.  



اړوند خبرونه