د افغان كډوال لپاره د ډنماركيانو مقاومت
په ډنمارك كې د روح الله عربزاده په نامه د يو افغان كډوال د ډيپورټولو پر مهال په هوايي ډګر كې ډنماركيانو په زړه پورې مقاومت وكړ.
د ډنمارك پوليسو هڅه وكړه چې روح الله د تركيې د هوايي كرښو اړوند د يوې الوتكې په واسطه افغانستان ته وليږي خو په الوتكو ناستو مسافرينو ددې كار مخنيوى وكړ. د الوتكې پيلوټ هم د احتمالي خطر له امله له الوتنې ډډه وكړه.
پدې ډول د روح الله عربزاده د ډيپورټولو چارې وځنډول شوې.
د ډنمارك په پلازمېنه كوپنهاګن كې د ۲۰ كلن روح الله د ډيپورټولو مخه هغه مهال ونيول شوه چې د ټولنيزې مېډيا له لارې يو شمېر ډنماركيانو چې ځانونه يې د روح الله دوستان بلل په هوايي ډګر كې د نوموړي د وړلو سره مخالفت وكړ. دې كسانو همداراز د هغې الوتكې مسافرينو ته چې په كې روح الله يې استانبول ته او له هغه ځايه كابل ته لېږدولو، وويل چې يو ستاسې د سپرلۍ په الوتكه كې يو تن افغان ډيپورټيږي. كه چېرې وغواړئ نو مخه يې نيولى شئ.
د الوتكې مسافرينو هم تر الوتنې وړاندې په خپلو ځايونو كې كېناستل او د كمربندونو تړل رد كړل او څرګنده يې كړه چې تر هغه پورې چې دا افغان كډوال له الوتكې نه وي ښكته شوى، دوى نه غواړي چې الوتنه وكړي.