په وینزویلا کې د حکومت پلویانو په ولسي جرګې برید وکړ.
په وینزویلا کې د حکومت پلویانو مخالف وکیلان ټپیان کړل.
په وینزویلا کې د حکومت پلویانو په ولسي جرګې برید وکړ.
په وینزویلا کې د تیرو ۳ میاشتو راهیسې د ولسمشر پر خلاف پراخه مظاهرې دوام لري. تیره ورځ د نوموړي هیواد د حکومت پلوي ډلو په ولسي جرګې د برید سره مخالف وکیلان يي وډبول.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې تیره ورځ د جولای پنځمه د وینزویلا د ازادۍ د ورځې له امله په ولسي جرګه کې د حکومت یو زیات شمیر مخالف وکیلان حاضر ول.
د حکومت پلوي ډلو ددې فرصت نه په استفادې سره په پلازمینه کراکس کې په ولسي جرګې هجوم وکړ او د مخالفو وکیلانو سره په نښته کې ښکیل شول.
پدې پیښه کې ګڼ شمیر د حکومت مخالف وکیلان ټپیان شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي دي د حکومت پلوي مظاهره کوونکي چې په لاسونو کې تیګې، پایپونه او او ډنډې درلودې د وکیلانو سربیره په خبریالانو يي هم برید کړی دی .
ویل کیږي برید کوونکو لومړی د ولسي جرګې په دننه کې یوې برخې ته اور ورته کړ او وروسته يي په وکیلانو برید وکړ.
پولیسو د څو ساعتونو نه وروسته اور مړ کړ.په پیښه کې ګڼ شمیر مخالف وکیلان ټپیان شوي دي. په پیښه کې ۳ تنه وکیلان ټپیان شوي دي
د وینزویلا حکومت بیا ددې پيښې په اړه چپتیا غوره کړې او د څه ویلو نه يي ډډه کړې ده .
د ویلو ده چې په وینزویلا کې د څه باندې ۳ میاشتو راهیسې د ولسمشر مادرو پر خلاف مظاهرې دوام لري چې په ترڅ کې تر ۹۰ تنو ډیر مظاهره کوونکي وژل شوي دي.