په اندونیزیا کې د ژغورنې د ډلې چورلکې سقوط وکړ.
په اندونیزیا کې چورلکې سقوط وکړ
په اندونیزیا کې د ژغورنې د ډلې چورلکې سقوط وکړ.
د اندونیزیا د ژغورنې د ملي اژانس اړوند یوه چورلکه د نامعلوم لامل له امله راوغورځیده. په پیښه کې د نوموړي هیواد د ژغورنې د اژانس ۸ تنه متخصصین او کارکوونکي وژل شوي دي.
د اندونیزیا د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې ، د ژغورنې ډلې چورلکه هله راوغورځیده چې د سلایر کراتو په سیمه کې د یوې ډلې سیلانیانو د ژغورنې په خاطر تللې وه. ویل کیږي یوه ډله سیلانیان د سلایر کراتو په یو غره کې د اتشفشان د رامنځته کیدو نه وروسته بند پاتې ول. د نوموړو سیلانیانو نه نږدې لس تنه ټپیان شوي ول.
د اندونیزیا چارواکیو ویلي دي چې چورلکه د جاوا ایالت د جنګل بولو په سیمه کې غورځیدلې ده. د پلټنې ډلو چورلکه پيدا کړه چې په دوو پارچو بدله شوې وه. په پيښه کې په چورلکه کې سپرو ۸ واړو کسانو ژوند د لاسه ورکړ.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.