په فرانسه کې پر مسلمانانو د جومات نه د راوتو پر مهال وسله وال برید وشو.
په اروپا کې پر مسلمانانو د بریدونه کچه ښه لوړه شوې ده
په فرانسه کې پر مسلمانانو د جومات نه د راوتو پر مهال وسله وال برید وشو.
د فرانسې په سویل کې دوو تنو چې مخونه يي پوښل شوي وو پر مسلمانانو د جومات نه د راوتو پر مهال ډزې وکړې. په پیښه کې د یوې ۸ کلنې ماشومې په ګډون ۸ تنه ټپیان شوي دي.
پیښه تیره شپه د فرانسې سویل کې د اویګنون ښار د ګرانګي ډی اورال په سیمه کې د رحمت په نامه د جومات په مخکې رامنځته شوه. برید کوونکي د ماسخوتن د لمانځه نه د راوتو پر مهال پر مسلمانانو ډزې وکړې.
په سیمه کې عینې شاهدانو ویلي دي چې دوه تنه برید کوونکي د یو موټر نه د راښکته کیدو سره سم يي په جماعت ډزې پیل کړې.
برید کوونکو دلته پر مسلمانانو د برید نه وروسته ۵۰ متره مصافه کې په یو اپارتمان هم برید وکړ. په دواړو پیښو کې ۸ تنه ټپیان شوي دي.
د فرانسې پولیسو د برید کوونکو د نیولو په خاطر عملیات پيل کړي دي.
د یاد شوي ښار څارنوال ویلي دي داسې ښکاري چې دا بریدونه د شخصي دښمنیو په پایله کې رامنځته شوی وي.
د ویلو ده چې درې ورځې مخکې هم یو نت ترهګر د موټر سره پر مسلمانانو د جومات نه د راوتو پر مهال برید وکړ خو له نیکه مرغه چې خپلې شومې موخې ته ونه رسید. موټر د سړک په غاړه د یو خنډ سره د جنګیدو نه وروسته پولیسو سمدلاسه برید کوونکی ونیول.
پدې وروستیو کې په اروپا کې په ځانګړې توګه پر مسلمانانو د جومات نه د راوتو پر مهال بریدونه کیږي.
د روژې په میاشت کې په لندن کې یو تن د جومات نه د راوتو پر مهال پر مسلمانانو د موټر سره برید وکړ چې له امله يي ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.