امریکا   د ۶ اسلامي هیوادونو په وګړو  د امریکا ویزې ترلاسه کولو په برخه کې  نوي شرطونه  ولګول

ټرامپ د ۶ اسلامي هیوادونو په وګړو امریکا ته په راننوتو د بندیز لګولو او ویزو په برخه کې یو اندازه خپل هدف ته ورسید

761003
امریکا   د ۶ اسلامي هیوادونو په وګړو  د امریکا ویزې ترلاسه کولو په برخه کې  نوي شرطونه  ولګول

امریکا متحده ایالتونو  د ۶ اسلامي هیوادونو په وګړو  د امریکا ویزې ترلاسه کولو په خاطر  نوي شرطونه  ولګول.

د امریکا د سترې محکمې لخوا ولسمشر ټرامپ  ته  د ۶ اسلامي هیوادونو په وګړو  د نصبي  بندیز لګولو د اجازې نه وروسته  د ټرامپ  اداره سمدلاسه لاس په کار شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  د ۶ اسلامي هیوادونو  ایران، سومالیا، لیبیا، سوډان، یمن او سوریې  په وګړو د امریکا  ویزې په برخه کې ځینې نوي شرطونه لګول شوي دي. ددینه وروسته  د یادولو  شوو  شپږو هیوادونو د وګړو نه د امریکا  ویزې ته د مراجعې پر مهال  په امریکا کې د میشتو اول درجه خپلوانو او یا د کوم  سازمان  یا  رسمي ادارې  بلنلیک  او ضمانت لیک  غوښتل کیږي.

د امریکا د اسوشیتید پرس خبري اژانس د خبر له مخې  د بهرنیو چارو وزارت د هیواد نه بهر خپل ټولو  سفارت خانو او جنرال قونسلګریو او نورو سیاسي نماینده ګیو ته  پدې اړه  رسمي مکتوب لیږلی دی.

په خبر کې راغلي دي چې دا نوي  شرطونه د جون د ۲۹ مې نیټې په اعتبار سره  نافذ دي.

په اول درجه  خپلوانو کې  د پلار، مور، خور،  ورور، زوی، لور، میرمن، میړه ، زوم  او نګور  په څیر  د خپلوانو  چې د امریکا  رسمي تابعیت  ولري  اسنادو غوښتنه کیږي.

همداشان  نیکه ، انا، عمه، خالا، وراره ، خوری، تره، ماما، د تره او یا د ماما زامن  او داسې نور  په دویمه  درجه خپلوانو کې شمیرل کیږي.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ  د ولسمشر په توګه د دندې د پیلولو نه  سمدلاسه وروسته  د یو تقنیني فرمان په صادرولو سره  امریکا ته د ۷ اسلامي هیوادونو د وګړو په راننوتو او دوې ته د ویزې په ورکولو بندیز ولګو. د ټرامپ  دې فرمان  سخت غبرګونونه وپارول  او خلکو يي پر خلاف په محکمه کې اقامه د دعوا وکړه.

د ټرامپ  لومړنی  فرمان  د واشنګټن د ایالت د فدرال محکمې  لخوا وځنډول شو. ټرامپ  لنډه موده وروسته پدې اړه دویم  تقنیني فرمان  خپور کړ او دا ځل يي  د ۶ اسلامي هیوادونو په وګړو امریکا ته په راننوتو او ویزو باندې  بندیز ولګو. د ټرامپ دویم فرمان هم  د فدرال محکمو لخوا وځنډول شو.

ټرامپ  پدې اړه  سترې محکمې ته مراجعه وکړه چې سترې محکمې ورته د اوږدې مودې وروسته پدې برخه کې  ځینې صلاحیتونه ورکړل. ټرامپ هم  د سترې محکمې لخوا د هغه په ګټه  د پریکړې کولو نه ۷۲ ساعته وروسته پدې برخه کې رسمي ګامونه اوچت کړل .


پيوندونه: #امریکا , #ویزه , #ټرامپ

اړوند خبرونه