فرانسوي جنرال چې د وظیفې نه کورته په جنګي الوتکه کې تلو په اړه يي څیړنې پيل شوې

د فرانسې  د هوايي ځواکونو یو تن جنرال  په اړه چې  په رخصتیو کې به يي  د جنګي الوتکو نه  د خصوصي  سفرونو پر مهال  ګټه پورته کوله څیړنې پیل شوي دي.

761191

د فرانسې د هوايي ځواکونو جنرال  ریچارد ربویل  تر لسو  ځلو  ډیر  د جنګي الوتکو نه   د شخصي کارونو لپاره  استفاده کړې ده .

ویل کیږي  نوموړی  جنرال  څو ځلې  په رخصتۍ کې  کور ته  په جنګي الوتکه کې تللی  دی.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د نوموړي جنرال  د وظیفې  او کور ترمنځه  واټن  ۴۸۰ کیلومتره دی.

د جنرال د وظیفې  د ځای نه  تر کوره پورې  په موټر کې  ۶ ساعته  او په ریل ګاډي کې بیا ۷ ساعته مصافه وه. خو دې په هر ځل  د خپل سفر د لنډولو په خاطر  په جنګي الوتکه کې کور ته تللی دی.

جنرال به د نیم ساعت نه په کمه مصافه کې کور ته رسیدو.

د فرانسې  پوځ  پدې اړه  د راپور  د ترلاسه کولو نه وروسته  د جنرال په اړه څیړنې پیل کړي دي. فرانسوي جنرال لا تر اوسه پورې پدې اړه څه ندي ویلي.

اړوند خبرونه