د واتیکان تر ټولو دریم جګپوړی چارواکی په جنسي تیري کولو تورن شو

د پاپ سلاکار په جنسي تیري کولو تورن شو

761069
د واتیکان تر ټولو دریم جګپوړی چارواکی  په جنسي تیري کولو تورن شو

د واتیکان  تر ټولو  دریم  جګپوړی چارواکی  استرالیايي  کاردینال  د یو نه  په ډیرو ماشومانو باندې د جنسي تیري کولو  په تور  تورن  شو.

د ویلو ده چې  جورج پيل  په نامه  د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا دا  جګپوړی  چارواکی، د واتیکان د خزانې مسئول  او د پاپ فرانسیس  نږدې  سلاکار  د استرالیا د پولیسو لخوا په جنسي تیري کولو تورن شو.

هغه  دا ټول  تورونه  رد کړي دي.

د استرالیا د ویکتوریا د ایالت  پولیسو ویلي دي چې په کاردینال  لګیدلي تورونه  د تاریخي پیښو په اړه دي.

د ویکتوریا ایالت د پولیسو یو تن مشر  شان پاتون  خبریالانو ته وویل چې  د واتیکان  د خزانې په مسئول  او کاردینال  جورج پیل  د یو نه  د ډیرو کسانو لخوا  د جنسي تیري کولو   تورونه  او ادعاګانې  شتون لري. کاردینال بیا  ټول  تورونه  رد کړي دي.

د بله پلوه  د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  کاردینال  پيل به  د ډاکټرانو  د توصیې او تایید نه وروسته  هر څه ژر  استرالیا ته  ستون شي. هغه د محکمې  جلسې ته  د ځان نه د سپیناوي په خاطر  شیبې شمیرې  او بې صبرانه  انتظار باسي. ښاغلی  پیل په هغه د لګیدولو  تورونو په مقابل کې د ځان نه  د دفاع کولو  په خاطر  بې صبرانه انتظار باسي.

د یادولو  وړ ده چې  کاردینال  جورج  پیل  د واتیکال  تر ټولو  دریم  لوړپوړی چارواکی  دی. هغه د واتیکان  د خزانې  مشر  او د پاپ نږدې سلاکار دی.

د ویکتوریا پولیسو ویلي دي چې په کاردینال دا  تورونه  د څارنوالۍ  د توصیې له مخې لګول پورې شوي دي.



اړوند خبرونه