د سعودي پخوانى وليهعد په ماڼۍ كې نظربند شوى
د سعودي عربستان پخوانى وليعهد او د كورنيو چارو وزير محمد بن نايف چې څه موده وړاندې د كورنيو چارو د وزارت له دندې سربېره د وليعهد له مقامه هم لرې شوى وو، د يوې ادعا له مخې اوس په جده كې په خپله ماڼۍ كې نظربند دى.
761572

د نيويارك ټايمز د ورځپاڼې د خبر له مخې پر شيخ محمد بن نايف باندې له هېواده د وتلو بنديز هم لګول شوى دى.
د معلوماتو له مخې پر محمد بن نايف باندې د دا ډول بنديزونو د لګولو اساسي موخه د نوي وليعهد محمد بن سلمان پر وړاندې د احتمالي مخالفتونو مخنيوى دى. دا لا معلومه نه ده چې ۵۷ كلن محمد بن نايف به تر څو پورې په خپله ماڼۍ كې نظربند پاتې شي.
د بله پلوه د سعودي د بهرنيو چارو وزارت بيا دا ډول تورونه رد كړل.