امریکا متحده ایالتونو د قطر په اړه خپل نوی دریځ اعلان کړ.
امریکا: د خلیج د بعضو هیوادونو او قطر ترمنځه ستونزه د هغوې خپلمنځۍ ستونزه ده
امریکا متحده ایالتونو د قطر په اړه خپل نوی دریځ اعلان کړ.
د سپنې ماڼۍ ویاند شیان سپایسر وویل چې « امریکا پدې باور ده چې د قطر او بعضې خلیج هیوادونو ترمنځه روانې ناندرۍ او کړکیچ ددوې ترمنځه خپلمنځۍ او د کورنۍ دننه مسئله ده. امریکا د غوښتنې په صورت کې د ستونزې د حل په برخه کې هر ډول مرستې ته تیار دی.»
د سپینې ماڼۍ ویاند دا څرګندونې په یوې خبري غونډه کې چې فلم اخیستو ته پکې اجازه نه ورکول کیده وکړې.
هغه د خلیج د بعضو هیوادونو او قطر ترمنځه د روانې ستونزې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل « زمونږ په اند دا ستونزې پخپله د مخاطبو هیوادونو د هلو ځلو سره باید حل کړی شي.
ځکه چې امریکا پدې باور ده چې دا ستونزه د قطر او نوموړو ۴ هیوادونو ترمنځه خپلمنځۍ او د کور دننه مسئله ده . دا ستونزه باید هغوې پخپله حل کړي. که چیرې مونږ ددې مسلې د حل سره مرسته وشو کولی لا ښه خو دا مسله باید د هغوې لخوا حل کړی شي. »
سپایسر د خلیج د ۴ هیوادونو لخوا قطر ته د وړاندې کړي لست په اړه چې پدې لست کې ترینه د الجزیرې د تلویزیون تړولو غوښتن کړې ، امریکا د وینا د ازایو هیواد دی او پدې اړه ښکاره دریځ لري . د امریکا غبرګون به پدې اړه څه وي؟ داسې وویل، لکه څرنګه چې مې مخکې هم وویل دا د هغوې خپلمنځۍ مسله ده. دا ستونزه باید هغوې پخپله حل کړي. که چیرې د امریکا نه ددې ستونزې د حل په برخه کې د مرستې غوښتنه وشي تیار دی.»