روسیې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژنې ادعا تکرار کړه.
روسیه : د داعش مشر وژل شوی دی
روسیې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژنې ادعا تکرار کړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون پنجشنبه د جون ۲۲ مه نیټه یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې « په لوړ اطمینان وايي چې د داعش ترهګرې ډلې مشر البغدادي وژل شوی دی. »
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې لاوروف ویلي دي په لوړ او پوره اطمینان سره ویلی شو چې البغدادي وژل شوی دی.
د یادولو وړ ده چې روسیې تیره اوونۍ ادعا وکړه چې په لوی احتمال سره چې د داعش مشر البغدادي ددوې په یو هوايي برید کې وژل شوی وي.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي وو چې ددوې اړوند جنګي الوتکو د روان میلادي کال د مې د میاشتې په ۲۸ مه نیټه په سوریه کې د رقه ښار ترڅنګ د داعش ترهګرې ډلې په یو مهم کې د داعش د مشرانو په غونډه بمباري وکړه. د روسیې د دفاع وزارت پدې بمباریو کې د ۳۳۰ تنو داعشیانو چې تر ۳۰ ډیر يي ددې ډلې مشران وژل د وژلو ادعا وکړه.
روسیې ویلي وو داسې استخبارات يي ترلاسه کړي دي چې د داعش مشر البغدادي هم پدې غونډه کې ګډون کړی وو چې په لوی ګمان وژل شوی دی.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر بیا پرون د البغدادي د وژلو د ادعا خبره تکرار کړه او وویل چې دا ځل داسې کره اسناد او شواهد ترلاسه شوي چې د داعش مشر وژل شوی دی.
امریکا تر اوسه پورې پدې اړه څه ندي ویلی .
که چیرې د روسیې دا ادعا حقیقت ولري دا به د داعش ترهګرې ډلې لپاره تر ټولو قوي ګوزار وي او کیدای شي چې ددې ډلې د ټوټه ټوټه کیدو لامل وګرځي.
په سوریه او عراق کې د داعش ترهګرې ډلې کنټرول د لاسه ورکولو باندې پيل کړی دی . د عراق اردو د موصل لویه برخه نیولی او وايي کیدای شي چې په راتلوونکو څو ورځو کې موصل په کامله توګه د داعش نه ژغورل شي.