ډنمارک افغانستان ته د سرتیرو د استولو  پریکړه  وځنډوله.

ډنمارک افغانستان ته د سرتیرو د استولو نه لاس په سر شو

758201
ډنمارک افغانستان ته د سرتیرو د استولو  پریکړه  وځنډوله.

ډنمارک افغانستان ته د سرتیرو د استولو  پریکړه  وځنډوله.

ډنمارک د امریکا  متحده ایالتونو د غوښتنې په اساس  افغانستان ته د ۵۵ تنو سرتیرو استولو پریکړه کړې وه چې  تیره ورځ يي دا پریکړه بیرته وځنډوله.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیسیون د غونډې نه وروسته  خبریالانو ته وویل « حکومت  افغانستان ته  د ۵۵ تنه سرتیرو  د استولو په برخه کې  خپله پریکړه  وځنډوله. »

هغه زیاته کړه چې  ډنمارک به  د ناټو سازمان د نورو غړیو هیوادونو د پریکړې له مخې  پریکړه وکړي.

که چیرې  د ناټو نور غړي  افغانستان ته  سرتیري واستوي  ډنمارک به هم  پدې برخه کې  ګام اوچت کړي.

هغه وویل چې  په افغانستان کې د کلونو کلونو راهیسې جګړه دوام لري. سره ددې چې پدې هیواد کې  د روانې ستونزې د حل په خاطر  د ذرې په اندازه  امید شتون نلري خو بیا هم  ډنمارک  په افغانستان کې د موازنو د جوړولو په خاطر  مرستې ته اماده دی.

هغه زیاته کړه که چیرې افغانستان ته سرتیري هم واستوي ډنمارکي سرتیري به په کابل کې  د امنیت او نقلیاتو په برخه کې  دنده  ترسره کړي. په جګړه کې به ګډون ونکړي.



اړوند خبرونه