په مدیترانه کې  یو ځل بیا  د کډوالو ستره فاجعه رامنځته شوه.

یو ځل بیا کډوال او یو ځل بیا فاجعه .

755910
په مدیترانه کې  یو ځل بیا  د کډوالو ستره فاجعه رامنځته شوه.

په مدیترانه کې  یو ځل بیا  د کډوالو ستره فاجعه رامنځته شوه.

د لیبیا نه  د کډوالو  یوه کښتۍ  چې  د ایټالیا  پر لورې روانه  وه په سمندر کې  ډوبه شوه.

په کښتۍ کې  د ۱۳۰ تنو  کډوالو نه یواځې  ۴ تنه  د کب نیوونکو لخوا ژوندي  ژغورل شوي دي.

پاتې  ۱۲۶ تنو  نورو  ټولو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د یادولو وړ ده چې  د بالکان هیوادونو لخوا د کډوالو پر مخ  د پولو د تړولو نه وروسته  کډوالو اروپا ته د تلو په خاطر خپل مسیر ته تغیر ورکړ.

کډوالو  د ایژې پر ځای  د مدیترانې سمندر له لارې  د اروپا  تر ټولو نږدې  هیواد ایټالیا  ته سفر کوي.

د ویلو ده چې  مدیترانې په سمندر کې  وخت نا وخته  د کډوالو  دا ډول فاجعې رامنځته کیږي.

د سلګونو تنو کډوالو  د هیلو او امیدونو نه ډک  سفرونه  د سمندر په تل کې  پایته رسیږي.



اړوند خبرونه