د انګلستان په پلازمینه لندن کې په عامو خلکو د موټر سره برید وشو.
په انګلستان کې د یو جومات ترڅنګ په خلکو د موټر سره برید وشو
د انګلستان په پلازمینه لندن کې په عامو خلکو د موټر سره برید وشو.
د انګلستان د پلازمینې لندن په شمال کې د فینسبورې پارک د جومات ترځنګ یو تن د موټر سره په پیاده رو کې روان یو شمیر کسان د موټر لاندې کړل.
د لندن د پولیسو په وینا دا پیښه د شپې په ۱۲ بجو او ۲۰ دقیقو رامنځته شوه.
پولیسو ویلي دي چې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ټپیان شوي دي چې د ۳ تنو روغتیايي حالت باریکه دی.
پولیسو ویلي دي چې د برید په تړاو يي یو تن شکمن کس نیولی دی.
پداسې حال کې چې پولیسو د پیښې په اړه د ډيرو زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه کړې ده خو عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې یو تن سپین پوستي په قصدي ډول سره په پیاده رول کې روان خلک د موټر لاندې کړل.
عیني شاهدانو په وینا د پيښې اصلي هدف مسلمانان ول. برید د تراویح لمونځ نه وروسته په لمونځ کوونکو شوی دی.
خو پولیسو بیا ددې ادعا پخلی ندی کړی.