د امريكا د پارلمان پر غړو وسله وال بريد

د امريكا د متحدو ايالتونو د كانګرس پر غړو باندې وسله وال بريد شوى دى.

752829
د امريكا د پارلمان پر غړو وسله وال بريد

 

 

ددې هېواد ويرجينيا په ايالت كې د كانګرس پر غړو باندې چې د بېزبال لوبه يې كوله، وسله وال بريد شوى دى. په بريد كې د يو تن غړي سټيف سكېلايس په ګډون ۵ تنه په ډزو ويشتل شوي دي.

سټيف كېلايس چې په كانګرس كې د جمهوري غوښتونكو د ګوند غړى دى، په پښه لګېدلى او روغتون ته لېږدول شوى دى.

د عيني شاهدانو د وينا پر اساس يو تن بريد كوونكي  د لوبې په ډګر كې پر لوبغاړو ډزې پيل كړې. په لوبه كې د كانګرس ۲۵ غړو ګډون كړى وو.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بيا ليكلي دي چې بريدګر ۶۶ كلن جېمز هاډكېنسن نوميږي خو د بريد د لامل په اړه څه نه دي ويل شوي.

د بله پلوه د امريكا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پدې اړه وويل چې بريدګر د پوليسو تر نظارت لاندې د ټپونو له امله مړ شوى دى.

په پېښه كې د ټپي شوي وكيل روغتيايي حالت ثابت ښودل شوى دى.


پيوندونه: #امريكا , #كانګرس

اړوند خبرونه