د لندن د برید مسئولیت داعش په غاړه واخیست

د لندن په برید کې ۷ تنه مړه او ۴۸ تنه ټپیان شول

745509
د لندن د برید مسئولیت داعش په غاړه واخیست

په لندن  د ترهګریز  برید مسئولیت  داعش  ترهګرې دلې په غاړه واخیست.

داعش  ترهګرې ډلې  د لندن  د برید چې په ترڅ کې  ۷ تنه مړه  او ۴۸ تنه مړه شول  په غاړه واخیسته.

د یادولو  وړ ده چې  وړمه  شپه  ترهګرو  د لندن د پله د پاسه  په ملکي وګړو  لومړی  په موټر  او وروسته  د چړو  برید وکړ .

برید کوونکي  د پولیسو لخوا ووژل شول. د انګلستان لومړۍ وزیرې  تیریزا مې د نوموړې پیښې نه وروسته ویلي وو چې دا یو ترهګریز  برید وو.

د انګلستان  پولیسو د نوموړي برید په تړاو  تر اوسه پورې  ۱۲ تنه نیولي دي.


پيوندونه: #انګلستان , #لندن , #داعش

اړوند خبرونه