د نړۍ تر ټولو چاغ ماشوم

آريا پرېمانا چې د اندونېزيا اوسېدونكى دى د نړۍ د تر ټولو چاغ ماشوم عنوان لري.

744928
د نړۍ تر ټولو چاغ ماشوم

 

 

 پرېمانا چې يواځې ۱۱ كاله عمر لري، وزن يې تر ۱۹۰ كيلوګرامه زيات دى. نوموړى د ډېر وزن له امله يواځې ۵ دقيقې كولاى شي چې ودرېږي. د همدې امله يې ښوونځى هم پرېښى دى.

پرېمانا چې تل وږى وي، په ورځ كې پينځه وخته خواړه خوري.

ډاكټرانو اندېښنه ښودلې ده چې د نه درملنې په صورت كې به خپل ژوند له لاسه وركړي. د همدې امله يې آريا پرېمانا تېره مياشت عمليات كړى دى. د عمليات په پايله كې يې تر اوسه پورې ۳۱ كيلوګرامه وزن بايللى دى.

ډاكټران تمه لري چې د معدې د عمليات په پايله كې به پرېمانا په يو كال كې ۱۰۰ كيلوګرامه نور هم وزن بايلي.

 



اړوند خبرونه