د ناټو د سرمشريزې امنيت دې باز ته سپارل شوى!
په بروكسل كې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو د سرمشريزې په امله په ټول ښار كې شديد امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د امنيتي تدابيرو په لړ كې دا باز چې په ځانګړي توګه روزل شوى دى، د ډرون د احتمالي بريدونو پر وړاندې مهمه دنده لري.
دا باز چې د هالنډ د امنيتي تشكيلاتو پورې اړه لري د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر په ګډون د ناټو د غړو هېوادونو د دولت او حكومت د مشرانو پر وړانې د ډرون الوتكو د احتمالي بريد د مخنيوي دنده لري.
دا باز په ځانګړي توګه په هوايي ډګر كې د غړو هېوادونو د مشرانو د الوتكو د ناستې پر مهال د ډرون الوتكو د احتمالي بريدونو د مخنيوي په موخه په سيمه كې الوتنه كوي.
باز چې ډرون الوتكو د نسكورولو په برخه كې په ځانګړي توګه روزل شوى دى، كولاى شي چې په لوړه ارتفاع كې هر ډول ډرون تثبيت او راكښته كړي.
د هالنډ امنيتي تشكيلات د اوږدې مودې راهيسې د ډرون الوتكو سره د مبارزې په موخه د بازانو په روزنه بوخت دي.
دا بازان له هګۍ تر راتلو وروسته د ډرون د نيولو په برخه كې روزل كيږي.
دا باز همداراز د ناټو د سرمشريزې د تالار پر سر هم الوتنه كوي تر څو د احتمالي بريد مخه ونيسي.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی