شمالي کوریا  دا ځل د سویلي کوریا پر لورې یو نامعلوم  جسم  ګوزار کړ.

د سویلي او شمالي کوریا په پوله کې ډزې وشوې

737884
شمالي کوریا  دا ځل د سویلي کوریا پر لورې یو نامعلوم  جسم  ګوزار کړ.

شمالي کوریا  دا ځل د سویلي کوریا پر لورې یو نامعلوم  جسم  ګوزار کړ.

سویلي کوریا ویلي دي چې شمالي کوریا  ددوې پولې سره نږدې د یوې سیمې ددوې پر لورې  نامعلوم  جسم  ګوزار کړی  چې  ددوې د ځواکونو لخوا  پرې  ډزې شوي دي.

سویلي کوریا ځواکونو  د شمالي کوریا  لخوا د نامعلوم  جسم  د توغولو نه وروسته  په هغه سیمه چې نامعلوم  جسم  ترینه ګوزار  شوی ډزې کړي دي.

د رویټرز  خبري اژانس بیا ویلي دي چې  د شمالي کوریا لخوا د سویلي کوریا پر لورې  ګوزار شوی نامعلوم  جسم  د تبلیغاتي موخې په خاطر  ګوزار شوی  یو بالون  وو. رویټرز ویلي دي چې  د سویلي کوریا  د پوځ لخوا پرې برید شوی  دی  .

د یونهاپ  خبري اژانس  بیا نن  ویلي دي چې  د شمالي کوریا لخوا ګوزار شوی  نامعلوم  جسم  پولې ته نږدې موندل شوی دی . دا په اصل کې  یو بالون  دی چې د تبلیغاتي موخو په خاطر راګوزار شوی دی.

شمالي کوریا په ځانګړې توګه په ۲۰۱۷ کال کې  د توغندیو  ازمایښت ته زور ورته کړی دی .

امریکا  متحده ایالتونو  د شمالي کوریا په غبرګون کې  د کوریا ټاپو وزمې ته  د جنګي الوتکو لیږدونکې  لویه  جنګي کښتۍ  استولې  خو شمالي کوریا  ددې سره سره  ازمایښتونو ته دوام ورکوي.

شمالي کوریا تیره اوونۍ هم  یو بالستیک توغندی ازمایلی وو. نوموړي هیواد تیره ورځ بیا  د یو نوي  او پرمختللي  ډول بالستیک توغندي د جوړولو  نه خبر ورکړ.

شمالي کوریا ویلي دي چې  یو ډیر پرمختللی  منځ واټنه  بالستیک توغندی  جوړ کړی دی .



اړوند خبرونه