شمالي کوریا د نړۍ د ټولو خبرداری سره سره یو ځل بیا بالستیک توغندی وازمایه

شمالي کوریا د هیچا نه ډار نلري.

736332
شمالي کوریا د نړۍ د ټولو خبرداری سره سره یو ځل بیا بالستیک توغندی وازمایه

شمالي کوریا  د نوي  بالستیک توغندي  د ازمایلو سره  سویلي کوریا  او جاپان  ډیر اندیښمن کړي دي.

د جاپان  لومړي وزیر شینزو ابې  وویل چې شمالي کوریا  یو ځل بیا یو منځ واټنه  بالستیک توغندی وازمایه. هغه ویلي دي چې  د شمالي کوریا  مسله  به  د جي ۷ سازمان د هیوادونو  غونډې ته  انتقال کړي.

د بله پلوه  سویلي کوریا  اعلان کړی دی چې شمالي کوریا  یو ځل بیا  یو نامعلوم ډوله  منځ واټنه  بالستیک توغندی  وازمایه.  سولی کوریا ویلي دي چې  شمالي کوریا  توغندی  د توپچانګ  د سیمې نه توغولی دی.

توغندی د توغول شوي  سیمې په ۵۰۰ کیلو مترۍ کې د جاپان  د ازادې اقتصادي سیمې  په شاوخوا کې  لویدلی دی . سویلي کوریا ویلي دي چې  توغندی  ۵۶۰ کیلومتره  ارتفاع ته  رسیدلی وو.

شمالي کوریا هم  پرون  د ماسپخین په ساعتونو کې  د یو منځ واټنه توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړی دی . شمالي کوریا ویلي دي چې توغندی  د هیواد د شمال لویدیځ سواحلو نه توغولی  دی.

شمالي کوریا پداسې حال کې د بالستیک توغندیو  ازمایښتونو ته دوام ورکوي چې امریکا ورته  څو ځله  ګواښ کړی دی . امریکا  په وروستي ګواښ کې ویلي وو که چیرې شمالي کوریا  د بالستیک توغندیو او یا اټومي وسلو ازمایښت ته دوام  ورکړي  خامخا به يي په اړه  ګام  اوچت کړي.   



اړوند خبرونه