مون جایې ان د سویلي کوریا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د سویلي کوریا د تیرې ورځې د ولسمشرۍ د ټاکنو رسمي پایلې اعلان شوې
مون جایې ان د سویلي کوریا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د سویلي کوریا د رسمي خبري اژانس یونهاب د خبر له مخې د تیرې ورځې په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماند مون جایې ان د ۴۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د سویلي کوریا د نوي ولسمشر په توګه وتاکل شو.
هغه خپل بری د ګوانګ هوامون په ښار کې خپلو پلویانو ته اعلان کړ.
هغه د بري نه وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې نوی ملت به جوړ کړي. کوریا به مغروره کړي. دا چې د یو عظیم هیواد وګړي یو پدې به افتخار وکړو.
د شمالي کوریا نوي ولسمشر نن چارشبنه د مې لسمه د سهار په ۸ بجو او ۹ دقیقو د لوړې په کولو سره د ولسمشر په توګه دنده په رسمي ډول سره پیل کړه. هغه وروسته د هغه لوړه وکړه چې د نوموړي هیواد د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو رسمي پایلې اعلان کړې .
هغه د لوړې نه وروسته وویل « هیله لري چې د شمالي کوریا سره په مناسبو شرایطو کې لیدنه وکړي. »
د یادولو وړ ده چې د سویلي کوریا پخوانۍ ولسمشره پارک ګیون هي د مارچ په لسمه نیټه د اساسي قانون د محکمې لخوا له دندې ګوښه کړې شوه. هغه چې په فساد او د واک نه په ناوړه توګه ګټې پوره کولو تورونه وه لومړی د پارلمان لخوا د یوې مودې لپاره د واکه لرې چې وروسته بیا د اساسي قانون د محکمې لخوا له دندې ګوښه کړې شوه.
ددې پرمختګ نه وروسته په سویلي کوریا کې د خپل معین وخت نه د مخکې ټاکنو پریکړه وشوه.