د امریکا د استخباراتو کارکوونکې د داعش د نامتو قومندان سره واده کړې

د امریکا  متحده ایالتونو د فدرال څیړنیز ادارې  یوې کارکوونکې  د داعش ترهګرې ډلې  د یو مهم  قومندان  سره  واده کړې ده .

723696
د امریکا د استخباراتو کارکوونکې د داعش د نامتو قومندان سره واده کړې

د امریکا  متحده ایالتونو د فدرال څیړنیز ادارې  یوې کارکوونکې  د داعش ترهګرې ډلې  د یو مهم  قومندان  سره  واده کړې ده .

د امریکا د ( اف بي ای )  یا کورنیو استخباراتو  یوه کارکوونکې په ۲۰۱۴ کال کې  په پټه  سوریې ته د تلو نه وروسته  هلته  د یو مهم  داعشي  سره واده کړې دی .

د امریکا د سي ان ان تلویزیون د خبر له مخې  د د دانیالا ګرین  په نامه  د امریکا د کورنیو استخباراتو د ادارې  یوې کارکوونکې  په پټه  د مهم  داعشي قومندان سره واده کړې دی.

سي ان ان  ویلي دي چې  د اف بي ای  دې کارکوونکې چې  د  محرم ترجمانې په توګه يي  دنده  ترسره کوله  د الماني داعشي  سره  واده کړی دی.

اف بي ای  په ترسره کړو تحقیقاتو کې معلومه کړې ده  چې  ددوې کارکوونکې په الماني  داعشي  قومندان باندې  مینه شوې وه  چې وروسته  په پټه سوریې ته تللې وه او د هغه سره يي واده کړې وو.

همداشان  داعشي قومندان  نوموړې  ته  ډیر زیات  معلوماتو ورکړي دي خو  ټول ناسم دي. دا چې  داعشي قومندان  به  د نوموړې نه  د اف بي ای په اړه  په کومه اندازه  محرم  معلوماتو  اخیستي وي پدې اړه څه ندي ویل شوي.

د اف بی ای کارکوونکې  د واده نه یو څه موده وروسته  پښیمانه شوې وه او بیرته هیواد ته راستنه شوه.

نوموړې امریکا ته د راستنیدو نه وروسته  نیول شوې او محاکمه يي پيل شوې ده .

اف بي  ای  د نوموړې مسلې په اړه ویلي دي چې  تحقیقاتو ته دوام ورکوي. اف بي ای ویلي دي چې  امنیتي تشو  د ډکولو په خاطر  به  لا مهم  ګامونه اوچت کړي.

 



اړوند خبرونه