شمالي‌ کوریا یو ځل بیا بالستیک توغندی وازمایه

شمالي‌ کوریا  د امریکا  او نړۍ  د ټولو ګواښونو سره سره  د بالستیک توغندیو  ازمایښت ته دوام  ورکوي.

722845
شمالي‌ کوریا یو ځل بیا بالستیک توغندی وازمایه

شمالي کوریا  د امریکا  او نړۍ  د ټولو ګواښونو سره سره  د بالستیک توغندیو  ازمایښت ته دوام  ورکوي.

شمالي کوریا یو ځل بیا  یو بالستیک توغندی وازمایه.

د سویلي کوریا  رسمي  خبري اژانس  د نوموړي هیواد  د دفاع د وزارت له قوله ویلي دي چې  شمالي کوریا  نن  یو ځل بیا  بالستیک  توغندی  وازمایه  خو  ناکام شو. 

د یادولو وړ ده چې  شمالي کوریا  د روان اپریل  میاشتې   په پیل کې هم  بالستیک توغندی ازمایلی وو خو ناکام  شوی وو. 

شمالي کوریا  نن  پداسې حال  یو ځل بیا  بالستیک توغندی  وازمایه  چې  امریکا د سویلي کوریا  سره  په ګډه  د شمالي کوریا په پوله کې  عسکري تطبیقات  کوي. همداشان  امریکا  د کوریا ټاپو وزمي ته  خپله تر ټولو  لویه  تحت البحري کښتۍ چې په اټومي وسلې  سمبال  ده  استولې ده.

امریکا  تیره اوونۍ  ګواښ کړی وو  که چیرې شمالي کوریا  یو ځل بیا  بالستیک  توغندی  وازمایي  چپه  خوله به پاتې  نشي سخت  ځواب به ورکړي.

د بله پلوه امریکا  د شمالي کوریا  د توغندیو د تهدید پر وړاندې په سویلي کوریا کې  د ټاد په نامه  دفاعي توغندیو  سیستم  ځای په ځای کړ. 



اړوند خبرونه