اوباما په یو کنفرانس کې د ګډون او وینا په بدل کې ۴۰۰ زره امریکايي ډالره اخلي

د امریکا  متحده ایالتونو پخوانی  ولسمشر باراک اوباما  د ۴۰۰ زرو امریکايي ډالرو په بدل کې  د یو شرکت  په غونډه کې وینا کوي.

720445
اوباما په یو کنفرانس کې د ګډون او وینا په بدل کې ۴۰۰ زره امریکايي ډالره اخلي

د امریکا  متحده ایالتونو پخوانی  ولسمشر باراک اوباما  د ۴۰۰ زرو امریکايي ډالرو په بدل کې  د یو شرکت  په غونډه کې وینا کوي.

د امریکا د خبري رسنیو د خبر له مخې  د کانتور فیتزجرالد  شرکت  چې  د وال سټریت په مالي  مرکز  کې  فعالیت کوي  ویلي دي چې  پخواني  ولسمشر باراک اوباما ته به ددوې په یو کنفرانس  کې د  ګډون  او  وینا په بدل کې  ۴۰۰ زره امریکايي ډالره ورکړي.

د ویلو ده  دا کنفرانس چې د روغتیا  په اړه  دی  د سپتمبر په میاشت کې جوړیږي. باراک اوباما  به  پدې کنفرانس کې ګډونوالو ته  وینا وکړي.

اوباما  د اصلي ویناوال په توګه پدې کنفرانس کې ګډون کوي.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا  پخواني ولسمشر باراک اوباما  په ۲۰۰۸ کال کې  په هیواد کې د مالي بحران نه وروسته  د اقتصادي ستونزو اصلي لامل  د وال ستریټ په مالي مرکز کې  فعالیت کوونکي  شرکتونه  په ګوټه کړي وو.  هغه ویلي وو چې په امریکا  کې  ډیری اقتصادي ستونزو  د یادو شوو شرکتونو  د فعالیتونو نه  سرچینه اخلي. هغه  د وال ستریت شرکتونه مسئول  بللي وو.

د امریکا  متحده ایالتونو پخوانی ولسمشر باراک اوباما  د جنوري د شلمې نیټې راهیسې  چپتیا  غوره کړې وه  دوه ورځې مخکې  د لومړي ځل لپاره  راڅرګند شو.

هغه  دوه ورځې مخکې  د شیکاګو په پوهنتون کې  د ځوانانو په یوې غونډه کې ګډون وکړ. هغې وویل چې ددینه وروسته د هغه یواځنۍ  دنده  د هیواد مشرتابه ته  د ځوانانو هڅول  او پدې برخه ورسره مرسته او ملاتړ کول دي.



اړوند خبرونه