امریکا خپل  تر ټولو  پر مختللې  اف ۳۵ ډوله  جنګي الوتکې د  روسیې سره په پولو کې  ځای په ځای کړې.

امریکا متحده ایالتونو  خپل  تر ټولو  پر مختللې  اف ۳۵ ډوله  جنګي الوتکې د  روسیې سره په پولو کې  ځای په ځای کړې.

720557
امریکا خپل  تر ټولو  پر مختللې  اف ۳۵ ډوله  جنګي الوتکې د  روسیې سره په پولو کې  ځای په ځای کړې.

امریکا متحده ایالتونو  خپل  تر ټولو  پر مختللې  اف ۳۵ ډوله  جنګي الوتکې د  روسیې سره په پولو کې  ځای په ځای کړې.

د امریکا  هوايي ځواکونو قومندانۍ  پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې  ویلي دي، دوه اف ۳۵ ډوله  جنګي الوتکې  د انګلستان د لاکن هیلت  د هوايي هډې نه  د ۲۰ تنو  هوايي پرسونل سره  د استونیا  د امیري  هډې ته استولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  پنځم نسل  جنګي الوتکې  اف ۳۵ به  په اروپا کې د لومړي ځل لپاره په تطبیقاتو او روزنیزو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

په خبرپاڼه کې  ویل شوي دي چې د اوږدې مودې راهیسې  په یاده شوې هوايي هډه کې  د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو  د ځای په ځای کولو په پلان خبرې روانې وې. دا مسله  د موجودو پیښو سره  کوم تړاو نلري  او په استونیا کې  د نوموړو الوتکو ځای په ځای کولو نه موخه  د متفقینو سره  د همکارۍ د کچې لوړول  دي.

اف ۳۵ ډوله الف الوتکو ته به د اروپا هوايي حریم  وروپیژندل شي. ددې سربیره  به  دا اقدام  په سیمه کې  د امریکا  متفقینو او شریکانو ته  د سولې او امنیت په برخه کې  ډاډ ورکړي.

پنځم نسل پرمختللې  اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې په دریو  جلا جلا  کټګوریو کې  الف – ب او ج کې تولیدیږي.

د ویلو ده چې  اف ۳۵ ډوله الوتکې د ترکیې په ګډون  د نړۍ د ۹ هیوادونو لخوا په ګډه تولیدیږي. ترکیې  ۱۰۷ اف ۳۵ ډوله الوتکې فرمایش ورکړي دي. تمه کیږي چې  د نوموړو الوتکو  لومړنۍ  چوپه  تر ۲۰۱۸ کاله  ترکیې ته وسپارل شي.

 



اړوند خبرونه