د امریکا متحده ایالتونو  او شمالي کوریا لخوا یو بل ته متقابل ګواښونه دوام لري.

امریکا  داځل  د کوریا ټاپو وزمې ته  د نړۍ تر ټولو لویه  تحت البحري  کښتۍ  واستوله.

720434
د امریکا متحده ایالتونو  او شمالي کوریا لخوا یو بل ته متقابل ګواښونه دوام لري.

د امریکا متحده ایالتونو  او شمالي کوریا لخوا یو بل ته متقابل ګواښونه دوام لري.

امریکا  د شمالي کوریا لخوا نوموړي هیواد ته  د وروستي ګواښ نه وروسته  یو بل مهم ګام اوچت کړ.

امریکا  داځل  د کوریا ټاپو وزمې ته  د نړۍ تر ټولو لویه  تحت البحري  کښتۍ  واستوله.

امریکا  د نړۍ  تر ټولو  د لویو  تحت البحري کښتیو نه  ( یو اس اس میشیګان ) چې ۱۷۰ متره  اوږدوالی  لري  سیمې ته واستوله. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  یاده شوې  تحت البحري  د بوسان  بندر ته رسیدلې ده .

ویل کیږي  دا تحت البحري  کښتۍ  د مخابراتو په برخه کې په وروستۍ ټکنالوژۍ  او قوي  توغندیو  سمبال ده.

دا تحت البحري  کښتۍ  د توغندیو د توغولو په پرمختللي  سیستم  سمبال ده. امریکا  دا تحت الحبري پداسې حال کې سیمې ته  ولیږله  چې تیره ورځ  د شمالي کوریا  د دفاع وزیر  امریکا  د مځکې د نقشې نه  په ورکولو  ګواښلې وه.

د شمالي کوریا د دفاع وزیر  وړمه ورځ یوې غونډې ته ویلي وو چې  د امریکا او متفقینو لخوا يي  د کوچني تهدید، برید او یرغل په صورت کې به  په پسیفیک سیمه کې د امریکا  د عسکري هډو سربیره  په خپله امریکا به  د مځکې  د نقشې نه پاکه کړي. هغه ویلي وو چې هیواد يي  ددې کار لپاره هر ډول امکانات  او اټومي وسلې په اختیار کې لري.



اړوند خبرونه